امريکايي استازی د خبرو له پاره کابل ته ورسېد
۱۳۹۲ تیر ۳, دوشنبهپه قطر کې د طالبانو د دفتر تر پرانیستلو وروسته، د دې پر ځای چې د سولې په بهیر کې پرمختګ وشي، دغه بهیر له ستونزو سره مخامخ شو. افغان ولسمشر په دې اړه خپل سخت اعتراض څرګند کړ چې طالبانو په قطر کې د خپل رژیم سپين بیرغ پورته کړی وو او د دفتر پر لوحه باندي یې د «افغانستان اسلامي امارت» ليکل شوي ول.
اوس واشنګټن په دې هڅه کې دی چې دغه بهیر یو وار بيا پيل کړي او د افغانستان یوولس کلني جګړې ته د سولې له لارې د حل یوه لاره ومومي.
دوبینز په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې تر دې یوه ورځ دمخه افغان حکومت اعلان کړی وو چې داسي یو تړون یې جوړ کړی دی چې له مخې یې دا خبره روښانیږي چې په قطر کې به د طالبانو دفتر خپل فعالیتونه څرنګه او په کومو حدودو کې پر مخ بیایي.
د کابل حکومت ټینګار کوي چې اوس هم د سولې بهیر ته ژمن دی خو غواړي په دې خبره ډاډه شي چې په قطر کې د طالبانو دفتر یوازي د مستقیمو خبرو اترو له پاره وکارول شي. په همدې حال کې د دوشنبې په ورځ د دې خبري پخلی هم وشو چې په قطر کې د طالبانو له دفتر څخه د هغوی بیرغ او لوحه هم لیري کړل شوې ده.
له بلې خوا په کابل کې د ولسمشر د دفتر یوه چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «هغه [دوبیینز] نن کابل ته راځي چې له ولسمشر سره وویني.»
دوبینز تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر جان کیري، سره یو ځای په قطر کې وو.
ویل کیږي چې دوبینز، به دغه راز له ولسمشر کرزي سره د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون په اړه هم خبري وکړي. د دغه تړون له مخې به امریکا په افغانستان کې خپل یو شمیر سرتیري وساتي.
تر دې دمخه کرزي د دغه تړون په اړه خبري اتري، په قطر کې د طالبانو د دفتر تر پرانیستل کیدو وروسته د اعتراض په توګه وځنډولې.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، ګواښ کړی وو چې که افغان حکومت د سولي د بهیر په اړه خپلې ژمنې پوره نه کړي، نو امریکا کیدای شي له طالبانو څخه وغواړي چې په قطر کې خپل دفتر وتړي.