1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امربالمعروف او نهې عن المنکر د نظام د پایدارۍ سبب کیږي»

۱۴۰۱ آذر ۲۱, دوشنبه

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه کې په افغانستان کې د امربالمعروف او نهې عن المنکر له ولایتي رسیانو سره د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د لیدنې کتنې خبر خپور کړی دی.

https://p.dw.com/p/4KoWo
Afghanistan | Frauenrechte | Proteste in Afghanistan
انځور: Wakil Kohsar/AFP

د دې خبر پاڼې په حواله د طالبانو مشر ویلي دي چې «امر بالمعروف او نهې عن المنکر په نظام کې د استحکام او پایدارۍ سبب کیږي.»

طالبانو یو ځل بیا واک ته د رسیدو راهیسې په پرله پسې ډول د خلکو او په ځانګړي توګه د ښځو د ژوندانه په برخه کې محدودیتونه وضع کړي دي. د هغو له ډلې څخه ښوونځي ته له تګ څخه د متوسطې او لیسې دورې د نجونو محرومول او د ښځو پر تګ راتګ او په ټولنه کې د کار کولو محدودیت یي عمده موارد دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر اداره د دغو قوانینو د اجرا کولو مسئولیت لري.

سربیره پر دې طالبانو څه موده مخکې د یوه فرمان په صادرولو سره د تصویري رسنیو له ویاندویانو څخه غوښتي و چې پر پرده د ښکاره کیدو پر مهال دې خپل مخونه پټ کړي. اوس په دغه هیواد کې ښځینه ویاندویانې په خپرونو کې له ماسک سره را څرګندیږي.