1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الیس ویلز: د ناوړه جنسي استفادې په تړاو د اقداماتو په تمه یو

۱۳۹۸ آذر ۱۲, سه‌شنبه

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت جګپوړې ډيپلوماتې الیس ویلز پر افغان چارواکو ږغ کړی چې په لوګر کې له ماشومانو د جنسي استفادې د حلقې پر ضد جدي اقدامات وکړي. څو ورځې مخکې له ماشومانو د جنسي استفادې رپوټونه خپاره شوي وو.

https://p.dw.com/p/3U9du
Alice Wells
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Adayleh

د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د دسمبر میاشتې په ۳مه نیټه) د مرکزي او سویلي آسیا له پاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت جګپوړې ډیپلوماتې الیس ویلز، په خپلو تازه څرګندونو سره پر افغان چارواکو ږغ کړی چې په لوګر ولایت کې د ښوونځي له ماشومانو څخه د ناوړه جنسي استفادې د حلقې پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.

د الیس ویلز، دغه څرګندونې وروسته له هغې کړي چې تیره میاشت د ګارډین په نامه د بریتانیا یوې ورځپاڼې په لوګر ولایت کې د ښوونځي له ماشومانو څخه د ناوړه جنسي استفادې په هکله رپوټونه خپاره کړل. د یادې رسنۍ د رپوټ په حواله، په لوګر ولایت کې د ښوونځي له شاوخوا ۵۰۰ زده کوونکو څخه ناوړه جنسي استفاده شوې ده.

الیس ویلز په دې هکله پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «موږ د لوی څارنوال د دفتر سربیره پر افغان چارواکو ږغ کوو چې د لوګر ولایت په ښوونځیو کې له ماشومانو د جنسي استفادې د دردونکو رپوټونو په هکله جدي اقدامات عملي کړي.»

له ماشومانو د  جنسي استفادې د یادو احتمالي پیښو په هکله داسې مهال رپوټ ورکول کیږي چې د افغانستان په یو شمیر سیمو کې له هلکانو ناوړه جنسي استفاده لا هم ادامه لري چې پکې د «بچه بازۍ» پیښې هم شاملې دي. ویلز په خپل ټویټري پیغام کې همدا راز لیکلي: «جنسي زور زیاتی لکه بچه بازي په هیڅ ټولنه کې ځای نه لري.»

په عین حال کې د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي بیا ویلي چې تر بشپړې پلټنې وروسته افغان حکومت په دغه پیښه کې جدي اقداماتو ته په غښتلي توګه ژمن دی. صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه په دې هکله لیکلي: «د قانون پلي کوونکې ادارې به عاملین تعقیب کړي.»

د یادې پیښې په هکله د رپوټونو تر خپریدو وروسته، د افغانستان ملي امنیت دوه تنه هغه کسان چې د یادو پیښو په هکله یې معلومات خپاره کړي وو، ونیول او ویې ویل چې دغه ادعاوې بې اساسه دي او دا چې یاد کسانو غوښتل چې په دې توګه په بهرنیو هیوادونو کې د پناه غوښتنه وکړي. د ولسمشر غني تر مداخلې وروسته، ملي امنیت بیا دواړه نیول شوي کسان بیرته آزاد کړل. افغانستان په ۲۰۱۷م کال کې یو لړ قانوني اقدامات معرفي کړل چې له مخې یې له ماشومانو جنسي ګټه اخیستنه جرم ګڼل کیږي.