المان ږغ راډيو په کابل کي ممثلينو ته اړتيا لري
۱۳۸۹ شهریور ۴, پنجشنبهد «واوره او زده کړه» خپرونه د المان ږغ د راډيويي ډرامو لړۍ ده چي د بشري حقونو، چاپيريال ساتني، کورني تاوتريخوالي او د ژوند د نورو اړخونو د ښه کولو په اړه د ځوانانو د پاره تهيه کيږي.
دويچه ويلي المان ږغ راډيو ددې ډرامو د ۲۰۰ برخو د جوړولو د پاره په دواړو ژبو پښتو او دري د ۱۲ څخه تر ۵۰ کلنۍ پوري ښځينه او نارينوو ممثلينو ته اړتيا لري.
د کار شرايط
هغه څوک چي د راډيويي ډرامو د داستان د وياند يا تمثيل مخکنۍ تجربه ولري د لومړي توب حق لري.
غوښتونکي بايد د راډيويي ډرامو د تمثيل استعداد او علاقه ولري
دغه پروژه چي دوې مياشتي به دوام وکړي د روان کال د سپتمبر د مياشتي پر ۲۵ نېټه پيلېږي. ممثلين په اونۍ کي شپږ ورځي کار کوي او د جمعې په ورځ رخصت دي.
په دې پروژه کي د گډون د پاره ممثلين د سپتمبر د مياشتي د ۲۵ څخه بيا تر ۲۷ پوري په کابل کي د ازمويني په ترځ کي ټاکل کيږي.
ممثلينو ته د مياشتي د ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ ډالرو معاش په پام کي نيول سوی دی او د هري مياشتي په پای کي ورته ورکول کيږي.
په دې پروژه کي د کډون دپاره خپل غوښتن ليکونه د يوه قطه عکس سره په دې بريښنايي پتو راولېږئ:
schamz@hotmail.com
suma@audiokurse.de
lbe.afg@dw-world.de