المان: په زرونو افغان مهاجر د امریکا په اډو کې بند پاتې دي
۱۴۰۰ مهر ۱۳, سهشنبهد آلمان د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د امریکا د ولسمشر جو بایدن حکومت د هغو افغان پناه غوښتونکو چې په آلمان کې امریکا ته د تګ په تمه دي پروازونه ځنډولي دي او ۹۱۳۹ تنه افغان پناه غوښتونکي ایسار پاتې دي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت هم دا خبره تائیده کړې ده.
په برلین کې د بهرینو چارو وزارت ویلي دي چې له آلمان څخه د افغان پناه غوښتونکو د پروازونو پلان جوړ شوی و، خو په سپتمبر میاشت کې امریکا ته رسیدلو افغانانو کې د شري ناروغۍ ځني موارد وموندل شول چې له امله یي د پروازونو دغه لړۍ بند کړای شوې وه.
برلین د دې خبرې وضاحت کړی دی چې په اوس وخت کې د رامشټاین ائیر بیس او رائن آرډیننس بیرکس کې چې کوم افغانان بند پاتې دي په هغو کې له هیڅ یوه سره د آلمان له خوا د پناه ورکولو ژمنه نه ده شوې.
د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو په حواله د آلمان په پوځي اډو کې بند پاتې شوو کسانو ته د شري، چیچک او ځنې نورو ساري ناروغیو ضد واکسینونه لګول شوي دي.
د چارواکو په خبره تر ۸۸۰۰ د ډیرو کسانو د واکسینولو پروګرام له ټاکل شوي وخت څخه مخکې د یکشنبې په ورځ پای ته رسیدلی دی. دغه پروګرام د ساري امراضو د مخنيوي په هکله د امریکا له لارښوونې سره سم بشپړ شوی دی.
د اګست میاشتې پر ۱۵ نېټه وروسته تر دې چې طالبانو کابل ونیو، امریکا د خپلو پوځونو او افغان متحدینو د را ایستلو بهیر لا ګړندی کړی وو. د دې پروګرام له مخکې دا ډول کسان تر ټولو دمخه قطر، پاکستان، آلمان او یو شمیر نورو نږدې هیوادونو ته رسول شوي و او بیا له هغه ځایه امریکا ته انتقال کړای شول.
کوم افغانان چې اوس په آلمان کې بند پاتې دي دوی هم په مستقیم ډول امریکا ته د رسولو پر ځای په آلمان کې د امریکا پوځي اډې ته راوړل شوي ول.
د رپوټونو په حواله کیدای شي امریکا له آلمان څخه د دغو افغانانو د ايستلو بهیر همدا روانه اونۍ بیرته پيل کړي. دا بهیر به د رامشټاین هوایي اډې څخه پيلیږي.
د دې بیس چارواکو دا تائیده کړې وه کوم کسان چې له افغانستانه راوړل شوي ول په هغو کې یوازې یو کس د شري په ناروغۍ اخته وو.
د دوشنبې په ورځ د امریکا د هوایي ځواک د چارواکو له خوا په یوه بیانیه کې ویل شوي دي: «د هوکړي ترلاسه کولو وروسته، رامشټاین یو ځل بیا په چټکۍ سره د پروازونو د پيلیدو له پاره په بشپړ ډول تیار دی.»
له رامسټاین ایئر بیس یورپ، پوځي اډې څخه په افریقا کې د امریکا او ناټو متحدینو د هوایي ځواکونو د قوماندې مرکز په توګه کار اخیستل کیږي. د دې پوځي اډې په شاوخوا کې په ډیر شمیر کې د امریکا پوځي مرکزونه موجود دي او دا د شمیر له پلوه په ټوله نړۍ کې د امریکا یو له لویو پوځي اډو څخه ده.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز
زموږ له آرشیف څخه: