المان: د درو ادیانو گډ وړکتون جوړیږي
۱۳۹۸ دی ۳۰, دوشنبهد دغه وړکتون د جوړولو مفکوره اصلأ څلور کاله دمخه رامنځته سوې وه، تر څو په دې وسیلې سره د دغو ادیانو د پیروانو تر منځ اعتماد رامنځته سي.
د دغه ډول یوه وړکتون جوړولو د مبتکرینو له جملې څخه یوه یې المانۍ اندریا رایمن ده، چي ۲۵ کاله دمخه مسلمانه سوې ده. په برلین کي د الماني مسلمانانو د مرکز دغه مشره اوس په برلین کي د مسلمانانو د یوه وړکتون مشري پر غاړه لري.
هغه وايي، دغه مفکوره چي څلور کاله مخکي رامنځته سوې وه، اصلأ د یهودۍ رابینې(ملأ)، گیزا ایدربرگ مفکوره وه، چي دا هم تقریبأ ۳۰ کاله دمخه یهودۍ سوې ده. ایدربرگ اوس د پلان سوي وړکتون د یهودانو د برخي مسئولیت پر غاړه لري.
دغو دواړو ښځو خپلي دغي مفکورې ته نوره هم وده ورکړه او د برلین د پروتستانت کلیسا د اتحادیې د وړکتونونو مشره، کاترین یانیت یې د خپلي دغي پروژې سره ملگرې کړه.
په دې منځ کي د دغه وړکتون د جوړولو پلانونه مشخص سوي او د برلین –فریدریش هاین د پروتستانت کلیسا د اتحادیې په یوه محوطه کي به جوړ سي.
رایمن وایي، چي که هر څه سم پر مخ ولاړ سي، بیا به یې نوم هم اعلان سي. هغه به د ۳۵ کوچنیانو له پاره ځای ولري او کار به یې په ۲۰۲۱م کال کي پیل سي.
داسي یوه پروژه چي د حکومت د ادیانو د ازادۍ استازي مارکیوس گریوبل د ډیر هرکلي وړ گرځیدلې ده.
د جرمني د عیسوي دیموکراټانو له گوند څخه دغه کاتولیک عیسوي په خبره به په دغه وړکتون کي د ټولو دغو ادیانو کوچنیان په گډه سره یو دبل د کلتور، مذهب او عنعناتو سره اشنا سي. خو خپل مذاهب به هم وساتي.