المان: د ايران دا ډول کړني د منلو نه دي
۱۳۹۰ خرداد ۱۰, سهشنبهد حکومتي چارواکو په خبره د ايران د قلمرو څخه د تيريدو اجازه اخستل سوې ول ولي بيا هم اجازه ور نه کړل سوه او الوتکه دوه ساعته د ترکيي په فضا کي کرځيده. خو دوهمه الوتکه چي د جرمني د څلورو ايالتونو لومړي وزيران پکښي سپاره ول بېله څنډه تيره سوې ده. دا چي ولي د ميرکل الوتکي ته اجازه نه ورکول کېده تر اوسه لا روښانه نده.
په المان کي د ايران پر دې کړني سختي نيوکي سوي. د بهرنيو چارو وزير ګيډو ويسترويله ويلي چي، حکومتي الوتکي ته د پرواز اجازه نه ورکول د منولو وړ نه ده.
د هغه په خبره دا د المان حکومت ته د سپکاوي په مانا ده چي موږ به يې هيڅ وخت قبول نه کړو.
انګيلا ميرکل او ور سره پلاوی به په نوي ډيلي کي د هند د لوړ پوړو چارواکو سره د اقتصادي همکارۍ په اړه خبري اتري وکړي.
نوموړي د هند او المان د حکومتونو د لومړيو مشورتي خبرو اترو وروسته په نوي ډيلي کي وويل چي دواړه هيوادونه د اقتصاد په برخه کي گډه همکاري لري.
د هغې په وينا د المان او هند دوه اړخيزه سوداگري به په راتلونکي کال کي د پلان سره سم شلو مليارډو يورو ته ورسيږي.
پر دې سربيره ميرکل د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د چټکو اصلاحاتو څخه هم اخطار ورکړ. هند او المان چي دواړه د ملګرو ملتونو د امينت شورا غير دايمي غړي دي، غوښتنه کوي چي په امنيت شورا کي د اصلاحاتو له مخه دواړو هيوادونو ته دايمي غړيتوب ورکړل سي.
د المان لومړۍ وزيري وويل چي، د جرمني او هندي حکومت سلا مشورې به د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکي نوري هم ژوري کړي.
دغه راز د هند لومړي وزير من موهن سنګ د ميرکل ستاينه وکړه او ويې ويل چي، نوموړې د دواړو هيوادونو د ستراتيژيکي همکاريو يوه تکړه ملاتړ کونکې ده.
هند تر اسرائيلو وروسته لومړی غيري اروپايي هيواد دی چي د المان سره حکومتي سلا مشورې ترسره کوي.
آژانسونه/ بريښنا صابر
کتونکی: نجيب الله زيارمل