المان د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکوي
۱۳۹۱ شهریور ۲۸, سهشنبهاعلان
پر نړیوالو ځوانکو باندې د افغانانو له خوا پر مخ په زیاتیدونکو بریدونو سربیره هم د المان د دفاع وزیر توماس دیمیزیر، غواړي چې د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.
دیمیزیر د بیلد په نامه آلمانۍ ورځپاڼې ته وویل چې که نړیواله ټولنه دغه کار قطع کړي، نو طالبان به یو ځل بیا پیاوړي شي. له بلی خوا دوې ورځې مخکې هم د افغان امنیتي ځواکونو یونیفورم لرونکو وگړي پر بهرنیو ځواکونو باندې برید وکړ، چې په پایله کې ئې اته تنه سرتيري ووژل شول.