المان د افغانستان د روغتيا وزارت سره ۱۹ مليونه يورو مرسته کوي
۱۳۸۹ بهمن ۲۵, دوشنبهدغه آلمانۍ موسسه د روغتيا په برخه کي فعاليت کوي او د طالبانو د حکومت له پرزيدو وروسته يي په افغانستان کي يو شمير پروژي هم پرمخ بيولي دي.
د افغانستان د روغتيا وزيري ثريا دليل د تړون تر لاسليک کولو وروسته وويل، چي دغه پيسي به په راتلونکو ۲ کلونو کي د کيندر برګ د موسسي له خوا په کابل، بدخشان، تخار، کندوز او لوګر کي د يوه جامع روغتيايي مرکز، دوه اساسي روغتيايي مرکزونو، ٢٤ فرعي مرکزونو، ١٧ موبايل صحي ډلو او د ماشومانو د خوارځواکۍ د دري مرکزونو له لاري په مصرف ورسول سي.
نوموړي وويل، چي د دغو پيسو په لګولو سره به ٥،٣ ميليونه خلک له ښه کيفيت لرونکيو روغتيايي خدمتونو څخه برخمن شي او د دغو مرکزونو د روغتيايي کارکوونکو د روزني ترڅنګ به، خلکو ته د روغتيا په برخه کي د عامه پوهاوي پروګرامونه پرمخ بيول کيږي.
د يادولو وړ ده چي د آلمان هيواد دوه مياشتي مخکي هم د کندوز، تخار، بدخشان او بغلان په ولايتونو کي د روغتيايي مرکزونو د جوړولو او بيارغولو په موخه د ٣١ ميليونو يورو مرسته کړي وه.
د کيندر برګ آلمانۍ موسسي مشري ميرمن سوزانا ليپوس وويل چي د دوي اداره له تيري کابو يوي لسيزي راهيسي په افغانستان کي د روغتيا په برخه کي فعاليت کوي.
نوموړي وويل، چي د روغتيا په برخه کي له افغانستان سره د دي د هيواد د مرستو موخه په افغانستان کي د ښه کيفيت لرونکو خدمتونو وړاندي کول او د ماشومانو او ښځو د مړيني د کچي کموالى ده.
د ماليي وزارت د معلوماتو له مخه، د طالبانو د واکمنۍ له نسکوريدو وروسته، المان د بيارغوني په بيلابيلو برخو کي له افغانستان سره له يو ميليارد ډالرو څخه زياته مرسته کړي ده.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل