المان او امريکا په نړيوالو مسايلو کي يوالی لري
۱۳۸۹ مهر ۸, پنجشنبهوسترويلي د افغانستان د راتلونکي په اړه ويلي دي چي دا د ټولو ګده موضوع ده.
هغه هیله لری چي په افغانستان کي د مسوليت د ورسپارلو په مسله کي بریا ترلاسه سي.
ترڅو متحدين وکولای سي په ۲۰۱۴کال کي امنيتي مسوليت په بشپړډول افغان ځواکونو ته په لاس ورکړو.
د نژدې ختيځ د سولي د خبرو اترو په هکله ويستر ويله څرګنده کړې چي اوس ډيري مهمي اوپرېکړنده شيبې دي او بايد دا ارزښتناکه چانس برخوال د لاسه ورنه کړي.
د فلسطينيانو جمهورریس عباس د اسرایلو د کليو او کورونو د جوړولو په صورت کي ګواښ کړی چي خبري به پرې کړي.
د اکتوبر په میاشت کي به په پاريس کي دې خبرو اترو ته دوام ورکړل سي. خوعباس غواړي تر هغه د مخه د عربو د ټولني سره خبري وکړي.
د اروپايي ټولني د بهرنیو چارو وزيره کاترین اشتن د عباس، نيتانیاهو، او د نژدې ختيځ دپاره د امریکا د متحده ایالاتو د منځګړي ميچل سره سيمي ته سفرکړی دي.
سربيره پردي وسترويله اوکلينټن په واشنګټن کي د ناتو د نوي طرحي ستراتيژۍ په اړه خبري کړي.
دغه طرحه به د نوامبر په میاشت کي به په لزبن کي د ناټو د مشرانو په غونډه کي تصويب سي.
وسترویلي د طرحي وړاندی سوي کاغذونه د نورو سلامشورو اساس بللی. هغه په اروپايی ټولنه کي د ترکيې د غړي کیدو په اړه ويلي دي چي ترکيه يوازي زموږ د ناتو ملګرې نه ده ،بلکي په سیمه کي هم مهم نقش لوبوي.
موږ ددغه هيواد سره نژدي ګډ کار غواړو او دا زموږ د علاقو سره هم سمون لري چي د ترکيې مخ د اروپا او د لويديز پر لوري پاته سی.
وسترویلي به دوې اونۍ وروسته د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کي د دووغيردايمي چوکيو دپاره هم نیویارک ته ولاړسي. د نوموړو دووڅوکيو لپاره دالمان په څنګ کي پرتګال او کاناډا هم ځانونه کانديد کړي دي.
کريستينا/ رحيله اميري
کتونکی: نجيب الله زيارمل