المان: اوس هم د افغانستان د نشه يي موادو څخه کړيږو
۱۳۹۰ فروردین ۵, جمعهد احصاييو له مخه په تيرو لسو کلنو کي په المان کي د مخدره توکو له وجې د مړه کېدونکو انسانانو شمېر نيمايي ته راټيټ سوی دی. احصايې ښيي چي په 2000 م کال کي د دغو کسانو شمېر 1835 ؤ چي تېر مېلادي کال و 1237 ته راټيټ سوی ؤ.
خو د دې مانا دا نده چي په المان کي د هيروينو، کوکاينو او ورته مخدره توکو په استعال کي کمښت راغلی دی. په اصل کي شمېرې ښيي چي د کمېدو برعکس د زورورو مخدره توکو په کارولو کي د 3 فيصده زیاتوالی راغلی دی.
ځکه نو د جرايمو پر ضد د المان د ځانگړي ادارې مشر يورگ څيرکه د دې لپاره دلايل نه ويني چي څوک لاس تر زنې کښينې.
نوموړی وايي چي پدې کي د افغانستان د نشه يي موادو ستره ونډه ده. چيري چي د نړۍ تر ټولو ډير نشه يي توکي کرل کيږي. د نوموړي په وينا که څه هم تېر کال په افغانستان کي د تاریاکو حاصل د نورو کلنو په پرتله نيمايي ته راټيټ سوی ؤ خو وجه يې د فصلونو يو ډول ناروغي وه.
« موږ داسي معلومات لرو چي داسي زېرمي شتون لري چي د نړيوال بازار اړتياؤ ته جواب ويلای سي. خو په توليد کي کمښت په بازارونو کي د قيمت جگېدني سبب هم گرځېدلی دی. نو پدې خاطر بايد څوک ورته انتظار وباسي چي دا خو به د مخدره توکو د نړۍ والې مافيا کومه لوبه نه وي.»
دا چي د نړيوالي ټولني او افغان حکومت هغه هڅي د ناکاميو سره مخامخ دي چي افغان کښتگر د ترياکو پر ځای و نورو فصلونو ته و هڅوي وجه يې دا ده چي د نشه يي توکو سالاران کښتگر د تارياکو د نه کرلو په صورت کي گواښي.
په المان کي د مخدره توکو پر ضد د ځانگړي ادارې مشره ميشتيلډ ډيکمانز بيا وايي چي، که څه هم په افغانستان کي ترياکو پر ځای د گلا ګل او د هغوی د تيلو د توليد هڅه سوېده خو دا کفايت نه کوي.
په المان کي د جنايتونو پر ضد د ځانگړي ادارې مشر څيرکه وايي چي، په المان کي د مخدره توکو په قاچاک کي زيات المانيان هم ونډه لري او دا چي د دې ټوله پړه پر بهرنيانو اچول به سم کار نه وي.
د نوموړې په وينا د افغانستان څخه المان ته د مخدره توکو د قاچاک عمده لاري د بالقان او ترکيې لاري دي. نوموړي پدې لړ کي د هامبورگ بند هم ډېر مهم وبلی.
فيورسټناؤ مارسل / احمدولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل