القاعدي د خپل قوماندان وژل کېدل منلي دي
۱۳۹۰ اسفند ۱۹, جمعهاعلان
په پاکستان کې د القاعدي شبکي د خپل یوه تن قوماندان د وژل کېدو خبر منلی دﺉ. د جمعې په ورځ په دې ارتباط په انترنت کې یوه ویدیو خپره شوې وه چې پکښي راغلي وو چې د القاعدي یو قوماندان بدر منصور، د فبروري پر نهمه نېټه د امریکایي بې پېلوټه الوتکو په یوه برید کي وژل سوی دﺉ.