1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اقتصادي سازمانونو د چین د کرونا محدودیتونو نرمولو هرکلی کړی

۱۴۰۱ آذر ۱۹, شنبه

بین المللي وجهي صندوق او نړیوال تجارتي سازمان د چین د کرونا تر اوسه پوري صفر تدابیرو سخت سیاست د نرمولو هرکلی کړی دی.

https://p.dw.com/p/4KlSO
Shanghai China International Import Expo | IWF Kristalina Georgieva
انځور: Fang Zhe/Xinhua/picture alliance

د بین المللي وجهي صندوق رئیسې، کریستالینا جورجیاوا تیره پنجشنبه د چین په شرقي ښار، هوانګ شان کي د یوه کنفرانس پرمهال دا کار « په چین کي د اقتصادي ودي د احیأ » په لار کي «مهم تدابیر» وبلل. په خبره یې دا نه یوازي د چین د اقتصاد دپاره، بلکي د « ټولي نړۍ د اقتصاد دپاره مهم دي». 
د نړیوال تجارتي سازمان رئیسې، اِن کوزی اوکونجي ایویلا بیا وویل چي د کرونا تدابیرو د صفر سیاست څخه پرشا کیدل به د دې سره کومک وکړي، چي «یوه سلسله نااطمینانۍ رفع کړي». هغې د پرمختګونو په لار کي د کرونا وبا تر څنګ د اوکراین د جنګ او اقلیمي تغیيراتو منفي تأثیراتو ته هم اشاره وکړه، چي پر ټوله نړۍ او اقتصادی پرمختګ باندي یې کړي دي.