1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهایران

افغان کډوال په ایران کې د کورونو د کرایې زیاتیدو شکایت کوي

۱۴۰۲ تیر ۲۲, پنجشنبه

په ایران کې مېشت افغان کډوال په دغه هيواد کې د کورونو د کرايو له ډیریدو څخه شکایت کوي. هغوی وايي، سږکال یې د کورونو کرایه او ګروي دوه برابره لوړه شوې ده.

https://p.dw.com/p/4Tokp
آرشیف: په سرحدي سیمه کي ولاړ افغان کډوال
آرشیف: په سرحدي سیمه کي ولاړ افغان کډوالانځور: LAILA MATAR/NRC/AFP

په افغانستان کې د پخواني حکومت له نسکوریدو او د طالبانو له واکمنۍ وروسته زرګونه افغانان ایران ته کډوال او د دغه هيواد په بېلابېلو ښارونو کې مېشت شول. اوس دغه افغان کډوال وايي سختو کاري او اقتصادي شرایطو ته په پام سره، سږکال په ایران کې د کورونو د کرایو او ګرویو له زیاتوالي سره مخ شوي دي.

په ايران کې میشت افغان کډوال عبدالرزاق رحماني وايي، د کور د کرايې بيه ېې دومره لوړه شوې چې په یاد هيواد کې يې د ژوند دوام ورته ستونزمن کړی دی. هغه دويچه ويله ته وويل: «که د یوه کور ګروي سل ميليونه تومن وي، خو افغان کډوالو ته په ۱۲۰ يا ۱۳۰ ميليونه ورکول کیږې، او یا هم اصلآ افغان کډوالو ته کور نه ورکول کیږې، ورته ویل کیږې ستاسو د کورنۍ شمیر ډیر دی. دوی د افغانانو په اړه ښه نظر نه لري او د بهانو په لټه کې دي.»

هغه زياته کړه، افغانان اوس تر ډېره د ښارونو په اطرافو کې اوسیږي حال دا چې یادې سیمې لازمي اسانتیاوي او خوندیتوب نه لري.

زموږ ديوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

په ایران کې یو بل افغان کډوال عبدالکریم وايي: «تېر کال مې په مشهد کې یو کور په ۲۰ میلیونه تومن ګروي او هره میاشت مي یو نیم میلیون تومن کرایه ورکوله، خو سږ کال مې د کور خاوند د کور د ګروېې بیه ۵۰ ميلیونه تومن او میاشتنۍ کرایه څلور نیم ميلیونه تومنه ته ورسوله، نو ځکه خو د اوسنیو سختو اقتصادي شرایطو په نظر کې نیولو سره نه پوهیږم چې د کور د کراېې له پاره دومره پیسې له کومه پوره کړم.»

تر ۳ زرو ډېر افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي

د الیاس په نامه یو بل افغان چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ایران ته تللی وايي: «ایرانیان د افغانانو په اړه ښه نظر نه لري. د یوه ایراني د ضمانت پرته حتې پرافغانانو د تلیفون سیم کارتونه نه پلورل کیږې. ما خپله په تهران کې د دوو ایرانیانو په ضمانت سره یو کور په کرایه نیولی، خو داسې څوک نشته چې زموږ ستونزه حل کړي.»

ها خوا په ايران کې د افغان سفارت چارواکي وايي، هلته د کورونو د کرایو او ګرویو د بیو د زياتوالي لاملونه بېلابېل دي. د دغه سفارت یوه کارکوونکي د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ویله ته وویل: «ایران ته د ډیرو افغان کډوالو له راتګ وروسته په دې هیواد کې د کورونو کرایه زیاته شوې ده.» او همداراز د اسعارو د بیو زیاتیدل هم په دې برخه کې خپلې اغیزي لري.

په ايران کې د افغانستان سفارت دغه کارکوونکي دا هم وويل: «د کورونو د خاوندانو له خوا په سلیقه ېې ډول د هغو افغان کډوالو له پاره ستونزي جوړیږې چې کورونه په کرایه نیسې خو افغان سفارت د دې ستونزو د حل له پاره هڅي کوي.»

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

په افغانستان کې یو شمېر شنونکي او مدني فعالان په دې باور دي چې د ایران حکومت باید افغان کډوالو ته په دې هیواد کې د کورونو د کراېې او ګروۍ په برخه کې یوه طرحه وړاندي کړي.

مدني فعال شعیب کریمي وایي: «ایران په تیرو څلویښتو کلونو کې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه توب کړی، افغان کډوالو ته یې د ژوند شرایط برابر کړي، خو په دې وروستیو کې د میلیونونو افغان کډوالو په ورتګ سره یاد کسان د کورونو د کمښت له ستونزو سره مخ شوي دي. نو ځکه خو د یادې ستونزي د حل له پاره باید یو پلان جوړ شې څو په راتلونکي کې د اندیښنې وړ پایلو څخه مخنیوی وشي.»

له ایران څخه په یوه میاشت کي ۶۴ زره افغان کډوالو ایستل شوې

باید وویل شې که څه هم چې د ایران هیواد د اقتصادي وضعیت خرابیدو د دې هیواد پر اوسیدونکو هم ډېر فشار اچولی، خو یاد فشار پر افغانانو لا زیات شوی او همدا راز په ورستیو کي د هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو د حق آبې پر سر د طالبانو او ایران حکومت تر منځ وروستي ترینګلتیا هم د افغانانو له پاره په ایران کې عامه فضا تر یو بریده سخته کړې ده.