افغان کډوال د جبري ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱۳۹۱ تیر ۹, جمعهد ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې (UNHCR) د ارقامو پر اساس په پاکستان کې ۱.۷ میلیونه افغان کډوال ثبت دي او پر دې سربیره نور په سوونو زره غیر قانوني افغان کډوال هم په دغه هیواد کې میشت دي.
خو اسلام آباد وایي چې نور نه شي کولای غیر قانوني کډوالو ته پخپله خاوره کې ځای ورکړي. شاوخوا ۴۰۰ زره غیر قانوني افغان کډوال د خیبر پښتونخوا په ایالت کې میشت دي.
د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره په پاکستان تکې د افغان کډوالو وضعیت یو لویه ستونزه ګڼي او خبرداری ورکوي چې دا پوښتنه چې له دغه معاملې سره څنگه جوړ جاړی وشي ورځ تر بلې سیاسي بڼه اخلي.
د خیبر پښتونخوا ایالت د اطلاعاتو وزیر د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې د قانون پلي کوونکو ادارو څخه غوښتل شوي دي چې د جون د میاشتې تر ۳۰مې نیټې پورې د غیر قانوني افغان کډوالو لستونه بشپړ کړي. د هغه په وینا له نوموړې نیټې وروسته به د غیر قانوني کډوالو د نیولو، محکمې ته د سپارلو او تر هغې وروسته خپل هیواد ته لیږلو امر صادر شي:
«هیڅ کوم هیواد غیر قانوني کډوالو ته اجازه نه ورکوي، نو دا څنگه ممکنه ده چې یو غیر قانوني کار دې قانوني کړای شي. موږ افغان کډوال د ۳۲ کلونو له پاره وساتل. ایالتي حکومت نه شي کولای چې دغه درون پیټی نور په اوږه یوسي. هغوی باید نور خپل هیواد ته ستانه شي.»
خو افغانان اجباري ایستلو اندیښمن کړي دي ځکه چې د دغه کډوالو زیاتره برخه په افغانستان کې سر پناه نه لري او بیرته خپل هیواد ته له ستنیدو سره به د بیکارۍ په کچه کې هم ډیروالی راشي. په تیرو وختونو کې یو شمیر افغان کډوال چې خپل هیواد ته راستانه شوي ول، یو ځل بیا کډه کولو ته مجبور شول. افغان دولت ویلي دي چې کډوال به په زور ایستلو ته اړ نه کړای شي.
د افغانستان د کډوالو د چارو د وزارت ویاند اسلام الدین جرأت، دا خبره مني چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د مهاجرینو په برخه کې یو «کوچنی مشکل» شتون لري، خو د هغه په وینا چې دواړو خواوې په دې راضي شوي دي چې دغه ستونزه حل کړي او هلته د کډوالو د قانوني اوسیدنې له پاره شرایط برابر کړي.
افتخار حسین ادعا کوي چې غیر قانوي کډوال په جرمونو کې لاس لري، خو څیړونکي بیا دا ادعا ردوي او وایي چې دا د کډوالو د ایستلو له پاره یوه پلمه ده. خو تر ټولو اساسي ستونزه د افغانستان او پاکستان تر منځ بې باوري ده. یو هیواد په بل تور لگوي چې گنې یاغیانو ته ئې پنا ورکړې ده.
تر دې وړاندې هم پاکستان یو شمیر افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه استولي ول. د مهاجرت د نړیوال سازمان (IOM) د ارقامو پر اساس د ۲۰۱۰م کال د دسمبر له میاشتې څخه د ۲۰۱۱م کال د فبروري تر میاشتې پورې د پاکستان له قبایلي سیمو څخه شاوخوا ۱۴۰۰ کورنۍ افغانستان ته لیږدول شوي دي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش