1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: د هلمند په بريد کې ۵ تنه امنيتي ځواکونه وژل شوي دي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۵, دوشنبه

افغان چارواکي وايي چې په هلمند کې د امنيتي ځواکونو پر بيز باندې حمله کې ۵ سرتيري وژل شوي دي. دغه حمله يوه ورځ وروسته له هغې شوې، چې امريکايي ځواکونو طالبانو ته د تاوتريخوالي د نه کمولو په اړه خبرداری ورکړی وو.

https://p.dw.com/p/3bl75
Unruhen in Afghanistan
آرشيفانځور: Getty Images/N. Mohammad

طالبانو د دغه موټر بمب بريد مسئوليت منلی دی. دا په فبرورۍ مياشت کې د امريکا او طالبانو تر منځ  په افغانستان کې دسولې د تامين په مقصد د شوي هوکړې را وروسته، په خپل ډول کې د طالبانو لومړنی بريد دی.

طالبانو د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د اپريل ۳يمه) په هلمند کي د افغان پوځ او د افغانستان د ملي امنيت ادارې د ګډو ځواکونو پر بيز باندې بريد وکړ.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک، اسوشتيد پریس خبري آژانس ته وويل چې په دغه بريد کې ۵ تنه امنيتي ځواکونه وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.

د افغان پوځ يوه چارواکي عنايت الله عابد هم دغه بريد تائيد کړ: «موږ پنځه تنه تلفات لرو چې ټول د ملي امنيت ادارې منسوبين دي.» هغه زياته کړه: «په دغه بمي بريد کې ۷ تنه نور ټپيان شوي هم دي.»

دغه امنيتي چارواکي همداراز وويل چې «دغه بريد د چاوديدونکي موادو څخه د يوې ډکۍ لارۍ په ذريعه وشو، چې موخه يې د امنيتي ځواکونو بيز وو. د بيز نيمه برخه ويجاړه شوې ده.»

د شنبې په ورځ په افغانستان کې امريکايي ځواکونو، طالبانو ته يو خبرداری خپور کړ. د دغو ځواکونو وياند سوني لګيت، د طالبان وياند ذبيح الله مجاهد ته په يوه ليک کې ليکلي وو: «که چیرته د اوس په پرتله تاوتريخوالی کم نشي، موږ به يې ځواب ورکړو.»

د امريکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې له مخې طالبان ژمن شول چې په امريکايي ځواکونو او د هغو پر بهرنيو متحدانو باندې به خپل بريدونه دروي او له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په بدل کې به له افغان حکومت سره خبرې اترې پيلوي.

په داسې حال کې چې طالبان پر ائتلافي ځواکونو او ښارونو باندې له بريدونو ډډه کړې، افغان چارواکي وايي چې تر دغه تړون وروسته طالبانو د افغان ځواکونو پر ضد جګړه جاري ساتلې چې پر وينا يې په اوسط ډول يې په ورځ کې ۵۵ حملې پر افغان ځواکونو کړي دي.

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر په خپلو ويناو کې په پرله پسې توګه ويلي دي چې غواړي امريکايي ځواکونه خپلو کورونو ته راولي. کارپوهان وايي طالبان په دې پوهيږي تر هغې چې دوی پر امريکايي او نورو بهرنيو ځواکونو حملې ونه کړي، مجبور نه دي چي له جدي غبرګون څخه بيره ولري.

 str-mam-jds/ecl/je/mks/aa