1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په افغانستان کې هم د کرونا ویروس د خپریدو ویره شته؟

۱۳۹۸ بهمن ۷, دوشنبه

د کرونا ویروس د خطر له کبله د افغانستان د روغتیا وزیر د چین له سفیر څخه غوښتي چې د وضعیت تر ښه والي د تجارتي نمایندګیو استازو او هغو افغانانو ته چې په وروستیو کې یې چین ته سفر کړی، افغانستان د پرواز کولو اجازه ور نه کړي.

https://p.dw.com/p/3WrqD
Ausbrüche der Coronavirus-Pneumonie in China
انځور: Getty Images/A. Kwan

د کرونا ویروس چې د افغانستان په ګاونډي هیواد چین کې رامنځ ته شوې، په افغانستان کې یې هم اندیښنې راولاړي کړي دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز، د دوشنبې په ورځ د کرونا ویروس د خپریدو د مخینوي د لارو چارو له پاره په افغانستان کې د چین له سفیر سره لیدلي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د روغتیا وزیر «د چین له سفیر وانګ یو، څخه وغوښتل چې د وضعیت تر ښه کیدو پورې د سوداګریزو شرکتونو استازو او هغه شمیر افغانانو ته چې په وروستیو کې یې چین ته سفر کړی دی، افغانستان ته د پرواز کولو اجازه ورنه کړي.»

چین د افغانستان له سترو سوداګریزو شریکانو څخه شمیرل کیږي. هر کال ډیر شمیر سوداګر او سوداګریز استازي چین ته سفرونه کوي.

په دې وروستیو کې په آسترالیا کې د کرونا ویروس د یوې نوې پيښې په ثبتیدو سره په دغه هیواد کې د کرونا په ویروس د اخته شوو کسانو شمیر هم پنځو تنو ته رسیدلی دی. د آسترالیا صحي چارواکو ویلي دي چې په وروستي مورد کې یوه ۲۱کلنه ښځه په دغه ویروس اخته شوې ده. هغه مخکې له دې چې چینایي چارواکي له ووهان ښار څخه د پراوزونو الوتل بند کړي، په وروستي پرواز کې له دغه ښار څخه سیډنې ته تللې ده.

پر دې سربیره له جاپان، سویلي کوریا، تایوان، تایلنډ او امریکا متحده ایالاتو څخه په دغه ویروس د ځینو کسانو د اخته کیدو رپوټ ورکړل شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د مخنیوي له پاره، صحي ټیمونه د افغانستان په یو شمیر سترو هوایي ډګرونو کې ځای پر ځای کوي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې صحي ټیمونه به هغه مسافر معاینه کوي، چې له بهرنیو هیوادونو افغانستان ته راځي.

د چین په ووهان ښار کې چیرې چې لومړی دغه ویروس رامنځ ته شو، ۶۲ افغان محصلین بند پاتې دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ له دغو محصلینو سره د مرستې په موخه چې په ویروس د اخته کیدو له خطر سره مخامخ دي، په هکله یوه بیړنۍ غونډه ترسره کړه. دغه وازرت د افغانستان د ۶۲ محصلینو د راایستلو له پاره چې په دغه ښار کې بند دي، هڅې پېل کړي دي.

د افغانستان د روغتیا وزیر په افغانستان کې د چین له سفیر وانګ یو، سره د ملاقات په ترڅ کې د ووهان او یو شمیر نورو ښارونو کې د اوسیدونکي افغان محصلینو په هکله اندیښنه څرګنده کړې او له هغه یې غوښتي دي چې د هغوی روغتیايي وضعیت ته متوجه اوسي.

په ووهان ښار کې د سیاسي علومو افغان محصل مشعل جمالزي، د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «موږ غواړو څومره ژر چې امکان ولري انتقال شو، ځکه چې د لوږې او یا په ویروس د اخته کیدو ډار به مو ووژني.»

د چین چارواکو د ووهان ښار اوسیدونکي د ویروس د خپریدو د مخنیوي په ترڅ کې قرنطین کړي دي. د رویټرز د خبري آژانس د رپوټ له مخې تر دوشنبې ورځې پورې د کرونا ویروس له کبله د مړو شوو کسانو شمیر ۸۱ تنو ته رسیدلی دی. یاد خبري آژانس د چین د مالیې او روغتیا وزارتونو له قوله خبر ورکړی دی چې د کرونا ویروس د خپریدو پر ضد د مبارزې له پاره یې کابو اته میلیارده یورو ځانګړي کړي دي.

په ووهان کې د څارویو بازار د نوي ویروس منبع ګڼل کیږي. روغتیا پال په دې آند دي چې په لومړي سر کې دغه ویروس له حیواناتو څخه انسانانو ته انتقال شوی دی او بیا وروسته له یوه انسان څخه بل انتقال شوی. تبه، ټوخی او نفس تنګي د دغه ویروس عمده علایم ښوول شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه په دې هیواد کې د کرونا ویروس علایم نه دي رپوټ شوي.

پ ا

زموږ له آرشیف څخه: