افغان پيلوت شپږ بهرني سرتيري ووژل
۱۳۹۰ اردیبهشت ۷, چهارشنبهد ايساف په خپري شوي خبرپانه کي راغلي دي چ : « د نړيوال امنیتي مرستندوي ځواب ايساف شپږ سرتيرو باندي ډزي وشوي.» په خبره پانه کي د بهرنيو سرتيرو هويت څرګند شوي نه دي.
د افغانستان د دفاع وزارت هم د پيښي پخلي کړي او وويلي دي چي د کابل په هيوایی ډګر کي ځيني پوځيان وروسته له هغی ټپيان او وژل شول چي يو افغان هوايي افسر د بهرنيو ځواکونو سره لفظي شخړه وکړه. دغه پيښه د کابل په هوايي ډګر کي منځ ته راغلي چيرته چي د افغانستان د هوايي پوځ مرکز پروت دي.
د افغانستان د دفاع د وزارت وياند، ظاهر عظيمي، د يوي خبر پاڼي په ترڅ کي وويل: « دغه پيښه د سهار د
خو عظيمي دا څرګنده نه کړه چي د افغانانو په اړخ کی هم څوک وژل شوي يا ټپيان شوي دي که نه.
د طالبانو يوي سرچيني خبري رسنيو ته ويلي دي چي « ګواکي دا کار د هغوی د نفوذي افرادو له خوا شوي دی». د داسي پيښو څخه وروسته معمولا طالبان ډير ژر د هغي مسووليت په غاړه اخلي.
خو د افغانستان د حکومت يو چارواکي چي د خپل هويت د نه بربنډولو په شرط يي د فرانس پرس خبري آژانس ته معلومات ورکړل، وويل : « بريد کونکي يو افغان پيلوت دی چي 50 کاله عمر لري او د کابل د اوسيدونکو د يوي معتبري کورني څخه دي.». هغه يادونه: « دغه پيښه د يوی لفظي شخړي په نتيجه کي رامنځ ته شوي نه د کوم تروريستی عمل سره.»
د کابل ملکي هوايي ډګر ته څيرمه د افغانستان د ملي اردو د هوايي قواوو مرکز دي، چيرته چي ناتو د افغانستان د ملي اردو منسوبين روزي.
دا لومړي پييښه نه ده چي د افغانستان د امنیتی ځواکونو يو غړي پر بهرنيو ځواکونو باندي بريد کوي. له دي مخکي هم دی ته ورته پيښي رامنح ته شوي دي.
د ناتو هڅس چی د افغانستان ملی امنیتی ځواکونه وروزی او په وسلو یی سمبال کړی تر څو تر 2014 کال پوری د خپل هیواد امنیت خپله وساتی، د یاغیانو د هغو افرادو چی ګمان کیږی د ملی امنیتی ځواکونو په لیکو کی یی نفوذ کړی او یا یی د هغوی له یونیفورم څخه کار اخیستی دی، اغیزمنی کړی دی.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: عبدالباري حکيم