افغان ولسمشر ولې خپله کابینه نه اعلانوي؟
۱۳۹۹ تیر ۲۸, شنبهد افغان پارلمان د اوړي رخصتی مخ په رانیږدې کېدو دي، خو حکومت تراوسه نوي نوماند وزیران د باور رایو په موخه نه دي ورمعرفي کړی.
ولسمشر غني په حکومت کې د سرپرستی دود ختمولو په اړه د خپلو مکررو ژمنو پر عملي کولو هم نه دی توانېدلی.
د ولسي جرګې غړي نیاز ولي مسلم دویچه ویله ته وویل، په حکومت کې د سرپرست وزیرانو وروستی ګمارنې ټولې غیرقانوني دي: «ترڅو چې کوم وزیر د پارلمان لخوا تایید نه شي، د سرپرست وزیرانو ګمارنه غیرقانوني ده، یانې هغه وزیر د قانون په اساس وزیر نه دی.»
خو د ارګ په یوه وروستي بیان کې راغلي چې د ملي دفاع او کورنیو چارو ځای ناستي وزیران پرخپلو دندو پاتې شوي.
چارواکي وايي، د ملي دفاع سرپرست اسدالله خالد او د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي دغو دواړو وزارتونو ته د نوماندانو په توګه غوره کړي چې له ولسي جرګې د باور رایې واخلي.
د افغانستان د ۲۰۱۹ میلادي کال ټاکنو کې ولسمشر غني د دویم ځل لپاره د ټاکنو د پایلو ګټونکی اعلان شو، خو د هغه ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله د کمېسیون اعلان شوې پایلې ونه منلې.
د کابینې د تشکیل د ځنډ دوام
د ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان وروسته ولسمشر غني د روان لمریز کال د مارچ په ۹مه نیټه د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه "لوړه" وکړه، خو ترڅنګ یې ښاغلي عبدالله هم د "ټول شموله" دولت د مشر په توګه د "لوړې" مراسم پرځای کړل.
د غني او عبدالله ترمنځ دغو سیاسو ناندریو څه کم درې میاشتې دوام وکړ، چې په پای کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او ځینو نورو سیاستوالو په منځګړتوب دواړو د مۍ په ۱۷مه نیټه د حکومتي واک د ویش سیاسي هوکړه لیک لاسلیک کړ.
اوس چې له دې سیاسي هوکړې هم تر دوو میاشتو ډیروخت تیریږي، خو د کابینې د تشکیل څرک نشته.
ایا د غني او عبدالله ترمنځ سیاسي لانجه اوس هم نه ده حل شوې؟
د ولسي جرګې غړي نیاز ولي مسلم دوچه ویله ته په دې اړه وویل: «دوی دواړه اوس هم د واک د ویش په سر مشکلات سره لري، دوی لاهم تفاهم ته نه دي رسیدلي.»
هڅه مو وکړه چې دغو نېوکو ته د ولسمشرۍ ماڼۍ ځواب ترلاسه کړو، خو د آرګ ویاندویانو زمونږ پرله پسې اړیکې هم ځواب نه کړې.
تردې وړاندې ولسمشر غني په یوه ټلویزوني مرکه کې ویلي ول چې د وزیرانو د غوراوي مسؤلیت د ملي پخلایني د مشر عبدالله عبدالله پرغاړه دی.
د حقوقپوهانو غبرګون
هاخوا د حقوقپوهانو ټولنه وايي، حکومت په پرله پسې توګه د سرپرستی قانون ترڅنګ اساسي قانون ترپښو لاندې کوي.
ددې ټولنې ویاند شیرین خان حبیب دویچه ویله ته وویل: «د قانون پر بنسټ له دریو میاشتو ډير هیڅوک حق نه لري چې د یوې ادارې سرپرست په توګه پاتې شي.»
د ښاغلي حبیب پروینا په تیر ملي یووالي حکومت کې د ځینو ادارو مشران او ان ځیني وزیران د حکومت په ټوله پنځه کلنه دوره کې سرپرست پاتې شول.
ټاکل شوې تر راتلونکې یوې اونۍ د افغانستان ولسي جرګه د اوړي رخصتی پيل کړي.
لویه اندېښنه داده چې که چېرې ددې اونۍ په لړ کې حکومت، پارلمان ته نوماند وزیران معرفي کړي، نو ایا په دومره لنډه موده کې به د جرګې اړوند کمېسیونونه د نوماند وزیرانو ټول اسناد وڅیړي؟
دغه راز، د جرګې غړو ته د وزیرانو د ۵ کلن پلان د تشریح لپاره د کافي وخت نشتوالی بل لوی خنډ بلل کیږي.
اسماعیل شاکر – کابل