1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ولسمشر محمد محقق له کاره کوښه کړ

۱۳۹۷ بهمن ۴, پنجشنبه

د افغانستان د ولسمشر دفتر پر خپله انترنتي پاڼه د ولسمشر غني یو حکم خپور کړی دی چې له مخې يې د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق، له دندې ګوښه شوی دی. محقق په راتلونکو ټاکنو کې د حنیفت اتمر دویم مرستیال نوماند دی.

https://p.dw.com/p/3C4aV
Mohammad Mohaqiq
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د افغانستان د جمهوري ریاست د دفتر له خوا د پنجشنبې په ورځ په خپاره شوي حکم کې راغلي دي: «د اساسي قانون د ۶۴مې مادې د ۱۳مې فقرې د حکم له مخې، د ملي یووالي حکومت د اجرائیه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق عزل منظور دی.»

د اساسي قانون په دې ماده کې د ولسمشر صلاحیتونه روښانه شوي دي چې پکښې د لوړپوړو دولتي چارواکو تعین او ګوښه کول هم شامل دي.

اجرائیه ریاست او پخپله محمد محقق په دې اړه تر اوسه پوري څه نه دي ویلي. محقق تر دې مخکې د حنیف اتمر په انتخاباتي تیم کې د راروانو ولسمشر ټاکنو له پاره خپل ځان د دویم مرستیال په توګه ثبت کړی وو.