افغان ولسمشر تر لسو د زیاتو کسانو د اعدام حکم منظور کړی دی
۱۳۹۱ آبان ۳۰, سهشنبهاعلان
افغان ولسمشر د لسو څخه د زیاتو بندیانو د اعدام حکم منظور کړی دی. دغه خبره د ولسمشر ویاند ایمل فیضي د دوشنبي په ورځ کړي ده. هغه د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «هو! دا خبره رښتیا ده چې ولسمشر د لسو څخه د زیاتو بندیانو د اعدام حکم منظور کړی دی. دغه کسان په سختو جرمونو لکه د زنا او د قتل په تورنو محکوم شوي دي.» د افغانستان د قضایي چارو له مخې د محکمې له لوري یو تن چې د اعدام پر حکم محکوم شي، نو په وروستي قدم کې باید د اعدام دغه حکم د ولسمشر له خوا هم منظور شي.