1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان نجونو د افغان ترک ښوونځيو امتحان ورکړ

۱۴۰۰ آذر ۶, شنبه

په سوونو افغانو نجونو د جمعې په ورځ په کابل کې د ښوونځيو امتحانونه ورکړل، سره له دې چې طالبانو ټولګي ته د ۱۳ کلنو نجونو د ستنېدو بهیر ځنډولی دی.

https://p.dw.com/p/43Ywi
Türkisch-afghanisches Internat für Mädchen in Herat
په افغانستان کې د افغان-ترک یوه لیسه - د آرشیف انځورانځور: DW/H. Hashimi

تقريبا ۳۵۰۰ زدکوونکو د افغان ترک ښوونيز سيستم په امتحانونو کې ګډون وکړ چې نجونو په کې تقريبا ۴۰ سلنه تشکيلوله. دغه خبره د ښوونځي يوه چارواکي، رضا پارسا، کړې ده.

دغه ګام په داسې مهال اخيستل کيږي چې د طالبانو حکومت له اووم ټولګي يعنې له ۱۳ کلنۍ وروسته نجونو ته ښوونځیو ته ورتګ ځنډولی دی. دغه بنديز د اګست میاشتي له نیمايي راهیسې هغه مهال چې پخواني حکومت سقوط وکړ او طالبان واک ته ورسیدل، طالبانو د نجونو پر تعلیم باندې محدودیتونه وضع کړل. »موږ د ټولو نجونو له پاره زدکړې غواړو. دا زموږ د ولسمشر او زموږ د حکومت په شمول د افغانانو هيله هم ده.« دغه خبره په کابل کې د ترکيې د سفارت د ښوونيزو چارو سلاکار، چنګيز ادمير، د امتحانونو پر مهال يوې خبري غونډې ته وکړه.

د زياتيدونکي نړيوال فشار سره مخامخو طالبانو ويلي دي چې هغوی به دغو نجونو ته د زدکړې اجازه ورکړي وروسته له دې چې داسې تدابير پورته شوي وي چې دغه خوځښت يې اصلي اسلامي معيارونه بولي.

افغان ترک ښوونځي په افغانستان کې په تر ټولو ښو ښوونځيو کې شمېرل کيږي چې د داخلې په سر يې ډېره سيالي او رقابت کيږي. په غير رسمي توګه د هېواد په بېلو برخو کې له ۱۳ کلنۍ پورته نجونو بېرته درسونه پيل کړي دي په داسې حال کې چې طالبان په رسمي ډول وايي چې په يوه ملي ښوونيز سيستم باندې لا کار کوي. د طالبانو په مشرۍ په کابل کې د معارف وزارت يوه چارواکي، احسان خطيب، هم د افغان ترک ښوونځيو په مراسمو کې ګډون وکړ او د ترکيې له حکومت څخه يې مننه وکړه.

افغان ترک ښوونځيو بايد په خپل تعليمي نصاب کې تغيير راوستی وای، موزيک، تياتر او د نڅا څانګې يې بايد د طالب چارواکو په غوښتنه تړلي وای. دغه خبره د ترکيې د دغه تعليمي بنسټ مشر، صالح ساغر، رويټرز خبري اژانس ته کړې ده. د هغه په خبره دغه ښوونيز بنسټ د کوربه هېواد مقررات او کلتور ته درناوی لري. هغه وويل چې »موږ د طالبانو د غوښتنې پر بنياد د موزيک، تياتر او نڅا څانګې وتړلې.« نوموړي زياته کړه چې دا د طالبانو په حکومت پورې اړه لري څو پرېکړه وکړي چې آيا هغه بېرته پرانيستل شي.

رویترز / ن.ص / خ.ح