افغان مهاجر بايد افغانستان ته ونه لېږل سي
۱۳۹۵ فروردین ۱۳, جمعهپه آلمان کې د «افغانستان انالایز نټ ورک» یا د تحلیل گرانو شبکې د خپلواک سازمان مرستیال مشر د افغانستان امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ بللی. څارونکي د افغانستان په ټولو ولایتونو کې امنیتي پیښې، د وسلو ډیپوگان او ځانمرگي بریدونه ثبت او راجستر کوي.
په همدې نږدې وختونو کې د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر له کابل څخه د لیدنې پر مهال ویلي ول چې په افغانستان کې داسې سیمې شته چې د امنیت له نظره خوندي دي.
دیمیزیر دا هم ویلي ول چې آلماني سرتیري به تر هغه وخته پورې په افغانستان کې پاته شي، څو ورته اړتیا وي. د آلمان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړی وه: «خو موږ هم تمه لرو، چې افغانان دی په خپل هیواد کې پاته شي.»
روتيگ وایې چې دا یوه ډیره شرمونکي ارزیابي ده. له کلونو راهیسې بهرنیو ځواکونو ونه شوای کولای چې په افغانستان کې دایمي امنیت رامنځته کړي. هغه زیاته کړه: «د آلمان امنیتي ځواکونه په اصل کې خپل د ځان حفاظت کوي».
روتيگ ټینگار وکړ چې افغانان اوس هم د جگړی مهاجر دي. په عین وخت کې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د سفر کولو په هکله خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی وو.
نوموړي وزارت په خپله ویب پاڼه کې لیکلي دي: «هغه کسانو ته خبردارۍ ورکول کیږي چې اوس هم افغانستان ته د سفر کولو اراده لري، باید د ترهگرو او جنایې جرمونو له زور زیاتي څخه با خبره اوسي.»
د ټول افغانستان په کچه د دې خطر موجود دی چې یو څوک دي وتښتول شي او یا هم د زورزیاتي د پیښي قرباني شي.
د روان کال په فيبروري میاشت کې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې د ارقامو په حواله افغانستان تر سوریې ورسته دویم هیواد دی چې په آلمان کې د پناه غوښتونو تر ټولو لوړ رقم لري.
روتيگ نیوکه کوي چې په افغانستان کې پر ډراماتیک امنیتي وضعیت سربیره د آلمان رسمي چارواکي په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د پاتېدو چانس د سوریایې مهاجرو په پرتله خراب ارزیابي کوي. «دوی په ټولنه کې د مدغم کیدو له امکاناتو څخه بې برخې کیږي، د بیلگې په توگه د ژبې کورس».
نوموړی کارپوه وایې چې د جگړې د ډیریدو له امله د دغه هیواد اقتصادي وضعیت خراب شوې، ځکه نو خلک له دغه هیواد څخه تیښته کوي. روتگ وایې: «دا یو غیر عادلانه کار دی چې دوی په دې دلیل رد شي.»
د افغانستان د چارو دغه کارپوه زیاته کړه: څوک چې دا ډول عمل کوي، هغه د قومي گټه گورۍ پر بنسټ د پناه غوښتنې ارزونه کوي، نه د نړیوالو قوانینو سره سم په فردي توگه.
په هر حال نورو هیوادونو تر دې ډیر مسئولیت پر غاړه اخیستې دی، لکه پاکستان او ایران ۹۵ سلنه افغان مهاجرو ته يې ځای ورکړی دی.