1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

افغان لوبډله په نړیوال جام کې څومره پیسې ګټلی شي؟

مسعود جهش
۱۴۰۳ خرداد ۱۵, سه‌شنبه

د کریکټ نړیوالې شورا د شل اوريز جام له پاره د ۱۱،۲۵ میلیونه ډالرو جایزه اعلان کړې ده. دغه ټولې پیسې د لومړي مقام ګټونکې ته نه ورکول کیږي، بلکې یوه برخه یې هغو لوبډلو ته هم رسیږي، چې وروستیو پړاونو ته رسیدلې وي.

https://p.dw.com/p/4gcVh
د افغانستان د شل اوریزې لوبډلې مشر راشد خان
د افغانستان د شل اوریزې لوبډلې مشر راشد خانانځور: Manish Swarup/AP/picture alliance

د جایزې له پاره د ځانګړې شویو ۱۱،۲۵ میلیونه ډالرو تر ټولو لویه برخه د نړیوال جام ګټونکې لوبډلې ته ورکول کیږي. په دې ترتیب نو که افغانستان نړیوال جام وګټي ورته به ۲،۴۵ میلیونه ډالر ورکړل شي. دا نو د شل اوریز جام په تاریخ کې تر ټولو لوړه جایزه ده چې د جام ګټونکې لوبډلې ته په پام کې نیول شوې ده.

په روان نړیوال جام کې چې په امریکا متحده ایالاتو او ویسټ اندیز کې ترسره کیږي، ټول ټال شل هیوادونه برخه لري. دغه تورنمنت به ۲۸ ورځې دوام وکړي.

د نړیوال جام هغه لوبډله چې ځان تر پای لوبې رسوي، خو نه یې ګټي، هم ډیرې پیسې ترلاسه کوي. دغې لوبډلې ته به ۱،۲۸ میلیونه ډالره ورکړل شي. په دې ترتیب نو که افغانستان تر پای لوبې پورې ورسیږي نو د بریا او ماتې په صورت کې د کړیکټ نړیوال شورا له خوا ورته ډیره اندازه پیسې ورکول کیږي. په نیمه پای لوبه کې ماتې شوې لوبډلې ته هم ۷۸۷۵۰۰ ډالر جایزه ورکول کیږي.

«ای پي ایل او قوشتېپې جام سیالي نړیوال جام ته امادګي ده»

دا په داسې حال کې ده چې نیمه پای لوبې او پای لوبې ته نه رسیدونکي ډلې هم د کړیکټ د نړیوالي شورا له خوا د جایزو له پاره د ټاکل شویو پیسو یوه برخه ترلاسه کوي. هغه لوبډلې چې له دویم پړاو نه مخکې نه شي تلای ۳۸۲۵۰۰ ډالره، د نهم، لسم، یوولسم او دولسمو مقامونو ترلاسه کوونکې لوبډلې ۲۴۷۵۰۰ او له ۱۳مه بیا تر ۲۰ مقام ترلاسه کوونکې لوبډلې ۲۲۵۰۰۰ ډالر ترلاسه کوي.

پر دې سربیره د کړیکټ نړیواله شورا لوبډلو ته د هرې بریا پر سر ۳۱۱۵۴ اضافي ډالر ورکوي. افغانستان د یوګاندا پر وړاندې د خپلې لومړې لوبې له ګټلو سره دغه جایزه لا وختي خپله کړې ده. په دې ترتیب نو افغان لوبډله له مخکې تلو سره د خپل هیواد له پاره د ویاړ راوړلو تر څنګ ځان لوړې جایزې ته هم نزدې کوي او له پرمختګ سره یې د هغو پیسو اندازه هم ډیریږي چې د کړیکټ نړیوالې شورا له خوا د لوبډلو له پاره په پام کې نیولې شوې دي.

د افغانستان د کریکټ راتلونکی څنګه دی؟

په روان نړیوال جام کې شل لوبډلې لومړي په خپلو ګروپونو کې چې پکې پنځه لوبډلې شاملې دي سیالي کوي. له هر ګروپه یوازې دوه لوبډلې د غوره اته پړاو ته رسیږي. تر هغه وروسته بیا د نیمه پای لوبې او پای لوبې پړاونه دي. یو شمیر کارپوهانو او د کریکټ مبصرینو لا وختي ویلي دي چې که افغانستان په سمه توګه لوبه وکړي نو نیمه پای لوبې ته یې د رسیدو امکانات شته.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب