1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان طالبان د دو انتخابونو تر منځ: پاکستان که «ټي ټي پي»؟

محمد ابراهيم مهدوي | محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ دی ۱۵, پنجشنبه

شننونکي وايي چي په افغانستان کي د پاکستاني طالبانو د احتمالي پټنځایونو په نخښه کولو په اړه د لوړپوړو پاکستاني چارواکو څرګندونو ته د افغان طالبانو غبرګون د دواړو خواوو ترمنځ ترینګلتیا په ګوته کوي.

https://p.dw.com/p/4LljX
Afghanistan | Pakistan | Grenzübergang in Chaman
انځور: AP Photo/picture alliance

هغه مهال چي طالبان د دوهم ځل پر افغانستان واکمن سول، داسي انګېرل کېده چي تر ډېره به د پاکستان حکومت تر نفوذ او تاثیر لاندي وي، خو وروستیو بدلونونو دا خبره روښانه کړه چي د پاکستاني طالبانو موضوع د دواړو لوریو ترمنځ د خواشینۍ جدي ټکی دی.


د تېري شل کلني جګړې په دوران کي پاکستان په ځانګړي ډول د پاکستان پوځ په دې تورن و چي افغان طالبانو ته يې د اوسیدو ځایونه ورکړي او ان د طالبانو د رهبرۍ شورا چي د «کوټي شورا» په نامه یادېده هم د پاکستان په بلوچستان ایالت کي ځای ورکړی.


طالبان چي یوار بیا د واک پر ګدۍ کښېنستل، نو د پاکستان سره يې تر ټولو نژدې راشه درشه درلوده، که څه هم پاکستان تراوسه دغه ډله په رسمیت نه پېژني، خو د طالبانو ور لېږل سوي ډيپلوماټان يې منلي دي.


پردې سربېره افغان طالبانو د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ منځګړیتوب هم وکړ او په دې ډول د دواړو خواوو ترمنځ یو څو میاشتنی اوربند هم وسو، خو دواړي خواوي پر تلپاته سوله یوې هوکړي ته ونه رسېدلې.

افغان طالبان د ګزمې پرمهال
افغان طالبان د ګزمې پرمهال انځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance


پاکستاني طالبانو په نومبر میاشت کي اوربند پای ته ورساوه او له هغه وروسته په پاکستان کې څو ډله ایز بریدونه وسول.
د پاکستاني طالبانو له خوا د ورته بریدونو په ډېريدو سره د پاکستان لوړ پوړو چارواکو وویل چي دغه بریدونه د پاکستاني طالبانو له خوا په افغانستان کي طرح او په پاکستان کي عملي کېږي. 

اړوند: بلاول بوټو: افغان طالبان یوحقیقت او پاکستاني طالبان فتنه ده

د دوشنبې په ورځ د پاکستان د ملي امنیت شورا د لومړي وزیر په ګډون یوه غونډه جوړه کړه او په دې ناسته کي يې د تحریک طالبان له خوا په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالاتونو کي وروستي بریدونه و ارزول. په غونډه کي وویل سول چي پاکستان د خپلو خلکو د ساتني حق لري. 


د امریکا د باندنیو چارو وزارت هم په دې اړه غبرګون ښوولی او ویلي يې دي چي د تروریزم په وړاندي پاکستان د خپلو خلکو د ساتني او دفاع مشروع حق لري. 
د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویاند نټ پرایس د پا کستان د ملي امنیت شورا اعلاميې ته په اشارې سره وویل په دې اړه معلومات لري: «د پاکستان خلک د تروریسټي بریدونو له امله زیات ځورېدلي دي، پا کستان دا حق لري چي د تروریزم پر وړاندي له ځانه دفاع وکړي.»

اړوند: مجاهد: پاکستان دې له بې اساسه څرګندونو څخه ډډه وکړي

پرایس د دوحې تړون ته په اشارې سره وویل چي طالبانو هلته ژمنه کړې ده او نه پرېږدي چي افغان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکارول سي. هغه زیاته کړه: «دا د هغو ژمنو په لړ کي ده، چي طالبان تر نن ورځي پوري په دې نه دي توانیدلي چي سرته يې ورسوي یا هم لږ ورته مایل سي.»

اړوند: ګوتریش طالبانو ته: د تروريستي سازمانونو فعالیتونو ختم کړئ

ګوتریش طالبانو ته: د تروريستي سازمانونو فعالیتونو ختم کړئ

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهاد وايي، پاکستان په تیرو دوو لسیزو کي د طالبانو په ګډون د ډېرو تروریستي ډلو ملاتړ کړی، خو اوس هغه ډلي د دوی له مهاره وتلي دي. 
هغه وايي، د پاکستان نوی حکومت غواړي چي د تروریستي ډلو په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان په وړاندي ټینګه مبارزه پیل کړي او دا لیري نه ده چي د افغانستان په خاوره کي د یادي ډلي کمپونو باندي بریدونه وکړي، خو دا خبره لا نه ده معلومه چي د افغانستان طالبان به د پاکستان له حکومت سره د ښو اړیکو په بدل کي دې ته چمتو سي چي د پاکستاني طالبانوپر وړاندي ګامونه پورته کړي او کنه.


د سیاسي چارو شننونکی احمد سعیدي دویچه ویله ته وویل، د پاکستاني او افغان طالبان بېلول ناشوني دي.
سعیدي وايي، د افغانستان او پاکستان طالبان یوه ایډیولوژي لري او په کلنو په یو سنګر کي يو د بل ترڅنګ جنګېدلي دي. هغه په ټینګار سره وویل: «افغان طالبان نه غواړي چي د پاکستان حکومت په غوښتنه پاکستاني طالبان وځپي.»
د سعیدي په قول، که چیري افغان طالبان د پاکستان غوښتنه ومني او د پاکستاني طالبانو پر وړاندي ګام پورته کړي، خپله له ګواښ او خطر سره مخامخیږي.

د سیاسي چارو یو بل شننونکی حکمت الله حکمت بیا په دې اند دی چي د پاکستاني طالبانو پر سر په افغانستان کي د طالبانو اداره په خپلو منځونو کي ژور اختلاف لري، نوموړی زیاتوي: «د افغان طالبانو یوشمېر لوړ پوړي چارواکي د پاکستان له ستراتیژۍ سره جوړ نه دي او د دوی موجودیت د دې سبب سوی دی چي د پاکستان غوښتني د طالبانو له خوا عملي نه سي، نو دا دلیل دی چي پاکستان دغه ډول نظرونه وړاندي کړي دي.»

آیا د طالبانو په هکله د پاکستان سیاست کې بدلون راغلی؟