1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان سوله، قطر کې بیا خبرې درېدلي خو ولې؟

۱۳۹۸ بهمن ۷, دوشنبه

په قطر کې طالبانو ته نیږدې سرچینو یوځل بیا د خبرو درېدو خبر ورکړی، خو وایې پر بحث شویو موضوعاتو به له خپلو مشرانو سره مشورې وکړي. زلمی خلیل زاد به هم ډیر ژر د سولي په اړه وروستي جزیات له افغان چارواکو سره شریک کړي.

https://p.dw.com/p/3Ws0n
Russland Gespräche zwischen Taliban und afghanischen Politiker in Moskau
انځور: Reuters/E. Novozhenina

د رپوټونو له مخې، دا ځل پلازمینه دوحه کې د طالب او امریکايي مرکچي پلاوو ترمنځ د بحث مهم ټکي «اوربند» او د «تاوتریخوالي کمېدل» وو. سره له دې چې د طالبانو د قطر دفتر په رسمي توګه د خبرو درېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو په کابل کې طالبانو ته نیږدې سرچیني وايي د تاوتریخوالي کمېدو د څرنګوالي پرسر اختلافات رامنځته شوي.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال پخواني لوی څارنوال مولوي جلال الدین شینواري دویچه ویله ته وویل، د امریکایانو نوې غوښتنه داده چې طالبان باید د تل لپاره د تاوتریخوالي کمېدو سره هوکړه وکړي.

هغه زياته کړه: «په خبرو کې د دمې دلیل هم همدا دی چې امریکایان نوې غوښتنې کوي او یوه غوښتنه یې داده چې طالبان باید دایمي تاوتریخوالی کم کړي نه  د یوې اونۍ یا لسو ورځو له پاره.»

دغه پخواني طالب چارواکي تمه وښووله چې ښايي طالبان د امریکا دغه شرط هم ومني چې تاوتریخوالی د اوږدې مودې له پاره کم کړي.

جلال الدین شینواری زیاتوي په پام کې وه چې د روان ۲۰۲۰ میلادي کال د جنورۍ په وروستیو کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي، خو وروستیو اختلافاتو دا چاره ځنډولې. نوموړی بیا دا اختلافات د اندېښنې وړ نه بولي او هیله من دی چې قطر کې به ډير ژر خبرې بیا پيل او دوام ومومي.

اصلي خنډ، د تاوتریخوالي کمېدو د څرنګوالي پر سر اختلاف دی؟

د چارو کتونکي جیلاني ځواک، چې د سولې خبرې یې له نیږدي څارلي دویچه ویله ته وویل، امریکا په بشپړه توګه له افغانستانه د وتو هوډ نه لري. هغه زياتوي: «د قطر په خبرو کې د وروستیو خنډونو اصلي دلیل دادی چې امریکا غواړي په افغانستان کې په یوه نه یوه بڼه پاتي شي او هڅه یې داده چې دا په طالبانو هم ومني، خو طالبان بیا د امریکايي عسکرو بشپړ خروج غواړي.»

د ښاغلي ځواک پروینا امریکا په دغسې مهمو پریکړو کې افغان حکومت څنډي ته کړی او په دې اړه طالبانو سره خبرې کوي. خو د ارګ ویاند صدیق صدیقي وايي د سولي روان بهیر اصلا د افغان حکومت نوښت او د هلو ځلو پایله ده. نوموړي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:

«په وروستیو پنځو کلونو کې د ولسمشر غني هر اړخیزې هلې ځلې سبب شوې چې سوله پر یوه ملي، سیمه ییز او نړېوال بحث واوړي، په لومړي ځل د افغانستان خلک د حکومت د هلوځلو په نتجه کې د درې ورځني اوربند شاهد وو.»

US-Sondergesandter Khalilzad für Afghanistan
تمه ده چې زلمی خليلزاد به ډېر ژر د مشورې له پاره کابل ته سفر وکړيانځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

په همدې حال کې له ارګ څخه خپره شوې ویناپاڼه وايي، چې کابل کې د امریکا شارژدافیر او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان ولسمشر غني سره په کتنه کې نوموړي ته د سولي اړوند د وروستیو پرمختګونو معلومات ورکړي.

ویناپاڼې د جنرال سکاټ مېلر له قوله لیکلي: «د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي او کله چې یې پرمختګ وکړ،  خلیلزاد به کابل ته سفر وکړي او خپل معلومات به د افغانستان حکومت  سره شریک کړي.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې یو شمېر افغان سیاستوالو ارګ د سولې خبرو پر انحصارولو تورن کړی، په دغو سیاستوالو کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم شامل دي. د حکومت دغو مخالفو سیاستوالو له تازه هڅو یوه دا هم ده چې غواړي افغان سولي بهیر په اړه یوه طرحه جوړه کړي. هغوی ویلي په طرحه کې به د نورو مهمو مسایلو ترڅنګ د اوربند او تاوتریخوالي کمښت هم شامل وي.

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني وار له مخه  اجراییه رییس عبدالله عبدالله او پخوانی ولسمشر حامد کرزی افغانستان له پاره د یوې کړنلارې په نه لرلو تورن کړي.

اسماعیل شاکر – کابل