افغان حکومت پارلماني ټاکنو ته تياری نيسي
۱۳۸۸ دی ۶, یکشنبهدغه اندیښنې په دې وجه عنوان سوي، چي همدا سږ کال په افغانستان کي د جمهوري ریاست او ولایتي شورګانو لپاره ټاکني وسوې، چي هغه هم له دغه ډول ستونزو سره مخامخ وې، د دغو ستونزو د له منځه وړلو له پاره لا تر اوسه ډیرکار نه دی سوی.
خو د افغان حکومت له خوا د ټاکل سوي خپلواک کمېسیون د رییس مرستیال، زکریا بارکزي وویل، چي جمهور رییس، قاضي القضات او د پارلمان د دواړو جرګو رییسانو یو بل سره ولیدل او موافقه يې وکړه، چي د اساسي قانون پر بنسټ د مهال ویش له مخه ټاکني باید سرته ورسیږي.
بارکزي د رویترخبري آژانس ته وویل: «یواځنۍ ستونزه، چی په اوسني وخت کي موږ ورسره مخامخ یو، هغه د دغو ټاکنو تمویل دی. موږ د ماليې له وزارت سره خبري کوو،چي آیا کیدای سي دغه ټاکني د افغانستان له خپلي بودجې څخه تمویل سي .» هغه وویل، چي د ټاکنو کمېسیون به د مرغومي یا جدي د میاشتي تر13 نېټې پوري به اعلان وکړي،چي د راتلونکي هجري لمریز کال د غبرګولي یا جوزا په کومه ورځ دغه ټاکني سرته ورسیږي.
د ملګرو ملتو له خوا یوه څیړنه ښيي، چي د زمري د میاتشي د جمهور ي ریاست په ټاکنو کي حامد کرزي ته د ورکړل سوو رایو دریمه برخه جعلي وختلې، خو هغه وویل، چي ښايي وخت پاته نه سي، چي د د راییو ورکونکو یو نوی فهرست جوړ سي. زکریا بارکزي په دې هکله د رویتر خبری آژانس ته وویل: « په دې هکله به یو تجدید نظر وسي. موږ نه پوهیږو،چي آیا د راییو ورکونکو په ليست کي درغلی سوي دي که نه. خو د وخت د کموالي له امله موږ نه سو کولای دغه ستونزه حل کړو.»
بارکزي وویل،چي پارلماني کاندیدان باید خپل هڅه وکړي،چي د ټاکنو حوزو ته خپل استازي واستوي تر څو د درغلیو سره مبارزه وکړي. هغه وویل، ددغو ټاکنو زیاته برخه په خپله کاندیدانو پوري اړه لري.
د امینت ساتل هغه بله ننګونه ده،چي پارلماني ټاکني ور سره مخامخ دي، ځکه د طالبانو له خوا زور زیاتی تند سوی،خوکم سوی نه دی.خو بارکزي وویل، داچي ځنيي انتقاد کونکي داسي خبري کوي، د دې مانا نه لري،چي دغه ټاکني دي وځنډول سي.
بارکزي یادونه وکړه: که چیري ټاکني وځڼدول هم سي،ضمانت نه سته، چي امینتي وضعیت به ښه سي.»
Reuter/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل