1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت ولې نوې ګمارنې ودرولې؟

۱۳۹۹ فروردین ۱۸, دوشنبه

افغان حکومت وایي چې ولسمشر غني د پنځو ورځو لپاره د نویو ګمارنو د درولو امر کړی. آیا د دغه لړۍ درول به یوه سیاسي جوړجاړي ته لاره هواره کړي؟

https://p.dw.com/p/3aWt4
Aschraf Ghani und Abdullah Abdullah
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ستر سلاکار وحید عمر ویلي، ولسمشر غني د نویو نوماند وزیرانو ګمارنه تر پنځو ورځو درولې ده.

ښاغلي عمر د يکشنبې په ورځ (د اپريل ۵مه) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:  «د هیواد د سیاسي مشرانو په غوښتنه، د افغانستان جمهور رییس هدایت ورکړ چې د کابینې د نویو غړو ګومارنه تر پنځو ورځو ودرېږي، څو د سیاسي خبرو اترو لپاره لا ‌‌‌‌‌‌ډېر فرصت رامنځته شي.»

ولسمشر غني په تېرو څو ورځو کې، محمدحنیف اتمر د بهرنیو چارو ځای ناستي، عبدالهادي ارغندېوال د مالیې او طاهر زهیر د اطلاعات او فرهنګ وزارتونو لپاره د سرپرستانو او نوماند وزېرانو په توګه ګمارلي دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي، پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او د پارلمان پخواني مشر یونس قانوني د یوې ګډې اعلامیې په ترڅ کې له ولسمشر غني وغوښتل چې د خپلو ګومارنو لړۍ ودروي، چې ارګ یې دا غوښتنه د پنځو ورځو لپاره منلې ده.

«ګذشت» ته اړتيا

پوښتنه داده چې ایا ددې لړۍ درول به یوه سیاسي جوړجاړي ته لاره هواره کړي؟ سیاسي شنونکي عبدالقادر هوتخېل د ارګ له دغه اقدام څخه د هرکلي ترڅنګ پر ښکېلو اړخونو غږ وکړ چې د سیاسي جوړجاړي لپاره دې خبرو ته دوام ورکړي.

ده دویچه ویله ته وویل: «که "ګذشت" ونه شي دا مشکل نه حلیږي، دواړه طرفونه دي مذاکراتو ته دوام ورکړي اوس مهال نړۍ د کرونا له امله د یوه لوی ناورین سره مخامخ ده افغان مشرانو ته ښايي چې "ګذشت" وکړي.»

هاخوا د ولسمشر غني ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله هم د "ټول شموله" په نوم د خپل اعلان کړي حکومت کابینې معرفي کولو ته چمتوالی اعلان کړی.

خو یوشمېر افغان سیاستوال اوس هم د غني او عبدالله ترمنځ د یوه سیاسي جوړجاړي د رامنځته کېدو هڅو ته دوام ورکوي.

د ښاغلي عبدالله یوه ویاند امید میثم دویچه ویله ته وویل، د سیاسي مشرانو منځګړتوب ته درناوی لري او تمه ده چې له ارګ سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي: «که ارګ خپلې ګومارنې نه وای درولي، ټول شموله حکومت هم بشپړه اماده ګي لري، چې خپله کابینه اعلان کړي خو مونږ هیله من یو چې د سیاسي مشرانو هڅې به نتيجه ورکړي.»

ښاغلي میثم زیاته کړه د عبدالله عبدالله په مشری د ثبات او همپالنې ډله د یوه مشارکتي حکومت غوښتونکې ده.

د عبدالله عبدالله نورې غوښتنې څه دي؟

د ډاکټر عبدالله یوه بل ویاند فریدون خوځون دویچه ویله ته وویل، یوه بنسټیزه غوښتنه دا هم ده چې د تیرو ټاکنو پایلې باید لغوه اعلان شي. ده زیاته کړه: «اجراییوي پوسټ باید رامنځته شي، دغه راز منځګړو سیاسي مشرانو ته مو یوه طرحه سپارلې چې په هغې کې د واک ۴۰ سلنه سهم موضوع روښانه شوې ده.»

خو د چارو یوشمېر کتونکي بیا ځینې غوښتنې له قانون پورته بولي چې پر وینا یې دغسې غوښتنې کړکیچ نه شي حلولی.

سیاسي شنونکي عبدالقادر هوتخېل وویل، د اساسي قانون د تعدیل په پایله کې د اجراییوي او یا صدراعظمي پوسټ رامنځته کول د ولسمشر صلاحیت نه دی: «د ځینو غوښتنو منل د ولسمشر صلاحیت نه دی مثلا د انتخاباتو نتایج لغوه کول په داسې حال کې چې په اساسي قانون او ټاکنو قانون کې دا د انتخاباتو کمېسیون صلاحیت دی.»

د عبدالله عبدالله ویاندویان وايي منځګړو سیاسي مشرانو عبدالله عبدالله ته د ارګ وړاندیز شوې طرحه سپارلې خو نوموړي هغه طرحه رد کړه.

د ارګ په طرحه کې ښاغلي عبدالله ته د سولي عالي شورا د مشرۍ وړاندیز شوی چې واکونه به یې هم د ولسمشر د یوه مرستیال برابر وي.

اسماعیل شاکر – کابل