1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

افغان حکومت د طالبانو نور ۷۱ زندانیان آزاد کړل

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳, چهارشنبه

افغان حکومت ۷۱ تنه نور طالب زندانیان هم له بنده آزاد کړي دي. په دې ډول د حکومت له خوا د آزاد کړای سوو طالبانو شمیر ۴۰۰ ته ورسید.

https://p.dw.com/p/3bFDN
Afghanistan Kabul | Taliban werden aus dem Bagram Gefängnis entlassen
آرشیف انځورانځور: Reuters/National Security Council of Afg

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوید فیصل د سه شنبه په ورځ پر خپل تویتر لیکلي چي دغه کسان د هغوی سن، صحي حالت او د بندیګرت پاتې مودې په پام کي نیولو سره له زندان څخه آزاد سوي دي.

تیره اونۍ طالبانو هم نور زندانیان خوشي کړل چې په مجموعي ډول یې اوس شمیر ۶۰ تنو نارینه وو ته رسیدلی.

افغان حکومت بیا تر اوسه پوري څه د پاسه ۴۰۰ طالبان له زندانه آزاد کړي دي.

د بندیانو دغه تبادله د سولي د بین الافغاني خبرو اترو د هغه پریکړه لیک مخکینی شرط بلل سوی چې د فبرورۍ پر ۲۹ مه نیټه، امریکا متحده ایالاتو او طالبانو په قطر کي لاسلیک کړې وه.

د کابل حکومت په دغو خبرو اترو کي برخه نه وه اخیستې، دا ځکه چي طالبانو له افغان حکومت سره مستقیمي خبري تل رد کړې.

په پام کي ده چي تر ۵۰۰۰ پوري طالب زندانیان به، د طالبانو له خوا ۱۰۰۰ تنو نیول سوو کسانو د خلاصون په مقابل کي آزاد کړای سي.