1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت د قريشي څرگندونې غندلي دي

۱۳۹۸ اسفند ۱۳, سه‌شنبه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پاکستان ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قريشي د وروستيو څرگندونو له کبله رسمي شکايت کړی دی. قريشي ويلي ول چې غني دې د هېواد گټو په نظر کې نيولو سره طالب زندانيان آزاد کړي.

https://p.dw.com/p/3YoEI
Interview mit pakistanischem FM Shah Mehmood Qureshi
انځور: DW

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په فيسبوک پاڼه کې راغلي چې ياد وزارت د يوه ياداښت په ترڅ کې په کابل کې د پاکستان د سفارت له لارې د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزير شاه محمود قريشي د څرگندونو له کبله رسمي شکايت کړی دی.

په دغه متن کې راغلي چې حکومت د افغانستان د داخلي مسايلو په اړه  د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر قريشي وروستۍ څرگندونې په کلکه غندي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د يوه شخصي تلويزيون سره په خبرو کې د افغانستان له حکومته د طالبانو د بنديانو د آزادولو غوښتنه کړې وه. نوموړي ويلي ول چې د دوحې په تړون کې د زندانيانو د آزادولو خبره راغلې ده.

قريشي دغه څرگندونې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هغو خبرو په غبرگون کې کړي چې ويلي یې ول د طالب زندانيانو د آزادولو په اړه یې کومه ژمنه نه ده کړې.

ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ (د مارچ میاشتې لومړۍ نیټه) په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال ويلي ول: «د پنځه زره طالب بندیانو د آزادیدو له پاره هیڅ ډول ژمنه نه ده شوې.» نوموړي زیاته کړه په دې اړه غوښتنې مطرح شوي دي او«په وار وار زلمي خلیلزاد او نورو امریکایي چارواکو ته ویل شوي دي چې دا موضوع د افغانستان د ولس د خپلې پریکړې برخه ده.»

غني هغه مهال همدا راز ویلي وو چې امریکا په دې بهیر کې آسانتیا رامنځته کوي: «امریکا په دې برخه کې د پریکړې حق نه لري. دا د افغانستان د اسلامي جمهوریت صلاحیت دی.»

د ولسمشر غني د دغه څرگندونو په ځواب کې قريشي ويلي چې د دوحې د سولې تړون يو ستر پرمختگ دی او دا فرصت بايد له لاسه ور نه کړل شي.

د بهرنيو چارو وزارت له خو ا په خپاره شوي دغه ياداښت کې زياته شوې چې د افغانستان حکومت په دې نظر دی چې پاکستان دې د عملي گامونو په پورته کولو سره په بېلا بېلو برخو کې دوه اړخیزې اړيکي پياوړي کړي او د غير مسؤلانه څرگندونو څخه دې ډډه وکړي.

په ياداښت کې دا هم ويل شوي چې دغه ډول څرگندونې د بې اعتمادۍ د فضا په رامنځته کولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه والي مخه نيسي.