1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

»افغان حکومت خپل يو پلاوی دوحې ته استولی دی«

۱۳۹۹ شهریور ۱۲, چهارشنبه

افغان حکومت يو «تخنيکي پلاوی» دوحې ته استولی تر څو د سولې مذاکراتو د پیل له پاره چمتوالی ونیسي. افغان چارواکو د چهارشنبې په ورځ په داسې وخت خبر ورکړی چې حکومت د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د آزادولو لړۍ پيل کړې ده.

https://p.dw.com/p/3htdg
Doha  Intra Afghan Dialogue Afghanistan Konferenz
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

افغان حکومت د دوشنبې په ورځ د وروستيو ۴۰۰ طالب بنديانو د آزادولو لړۍ له سره پيل کړه. د دغو بنديانو په آزادولو کې د توقف راتلل، په دوحه کې د طالبانو او حکومت تر منځ د سولې مذاکراتو د پيل له پاره د يو مهم خنډ په توګه واقع شو. کابل د يادو بنديانو په آزدولو سره اوس دغه خنډ له مخې څخه د لرې کولو په حال کې دی.

 د افغانستان حکومت يوه لوړپوړي چاوراکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د طالب بنديانو د آزادولو لړۍ به نن هم ادامه ولري.»

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا هم د طالب بنديانو د آزادولو بهیر د پيليدو موضوع تائيد کړې ده.

د دغې شورا ویاند، فريدون ويلي دي: «ټول خنډونه له مخې لرې کړل شوي دي.» هغه زیاته کړه: «د بنديانو د تبادلې بهير به ډير ژر بشپړ شي.»

په دې ترتيب اوس کابل د هغو ۴۰۰ وروستيو طالب بنديانو له آزادولو څخه ملاتړ کړی دی، چې ولسمشر غني هغوی د «نړۍ له پاره خطر» ګنلي ول.

د دې ترڅنګ، فرانسې او استراليا هم د دغو بنديانو له آزادولو مخالفتونه ښکاره کړی وو، ځکه د دغو بنديانو په ډله کې هغه کسان هم شامل دي چې په افغانستان کې يې د یادو هیوادونو سرتيري او ملکيان وژلي دي.

Afghanistan Taliban-Freilassung
د چارواکو په وینا افغان حکومت له دوشنبې ورځې راهيسې شاوخوا ۲۰۰ طالب بنديان آزاد کړي ديانځور: picture-alliance/Zuma/PPI

تر اوسه لا معلومه نه ده چې آيا دغه بنديان به هم آزاد شي او که نه.

طالبانو هيله مندي ښودلې ده چې د طالب بنديانو د خلاصون پروسې په بشپړيدو سره به، «په يوه اوونۍ» کې د سولې مذاکرات پيل شي. دغې ډلې همدا ډول افغان حکومت تورن کړی چې تر اوسه د مذاکراتو د نه پيليدو، لامل واقع شوی دی.

د افغانستان د سولې د چارو وزارت وياندې، ناجيه انوري، فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې حکومت له دوشنبې ورځې راهيسې شاوخوا ۲۰۰ طالب بنديان آزاد کړي دي. هغه زياتوی چې حکومت خپل يو کوچنی تخنيکي پلاوی هم دوحې ته استولی تر څو د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مذاکراتو د پيل له پاره چمتوالی ونیسي. میرمن انوري په دې اړه وويل: «دغه پلاوي هلته د لوژستيکي امکاناتو د برابرولو له پاره تللی دی.»

ناجيه انوري همدا راز وويل چې د کابل مذاکراتي ټيم به هم «ډير ژر» دوحې ته ولاړ شي.

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ، په دې هڅه کې ده چې په افغانستان کې د امريکا تر ټولې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کيږدي.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.