1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

»افغانستان ۷ تنه طالب بندیان قطر ته لیږدوي«

۱۳۹۹ شهریور ۱۳, پنجشنبه

افغان حکومت هغه ۷ تنه بنديان چې طالبان يې د سولې مذاکراتو له پيل څخه د مخه د آزادولو غوښتونکي دي، قطر ته لیږدوي. دغه خبره طالبانو، افغان حکومتي چارواکو او غربي ديپلوماټانو د پنجشنبې په ورځ کړې ده. 

https://p.dw.com/p/3hvWw
Afghanistan Haftentlassung von 100 Taliban
د طالب بنديانو د آزادولو له لړۍ څخه د آرشيف انځورانځور: ONSC

د رويټرز خبري آژانس په حواله، تمه ده د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مذاکرات په همدې اوونۍ کې پيل شي. 

رويټرز خبري آژانس د يوه افغان چارواکي په حواله چي نوم يې نه دی اخيستل شوی ليکلي دي چې دغه افراد چې د بهرنيو سرتيرو د وژلو په جرم بنديان دي، ډير ژر به آزاد شي، که څه هم افغان حکومت نه غوښتل دوی دې آزاد شي.  

دغه چارواکي په دې اړه زياته کړه: «دوی به دوحې ته انتقال کړل شي.» هغه دغه راز زياته کړه چې لوړپوړي افغان چارواکي به روانه اوونۍ د فارس خليج دغه هيواد ته د خبرو له پاره سفر وکړي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د روان کال د فبرورۍ مياشتې په پای کې د سولې يو تړون لاسلیک شو. د دغه تړون يوه مهمه برخه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مذاکراتو د پيل له پاره د بندیانو د تبادلې موضوع وه. د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا تيره ورځ ويلي ول چې د بنديانو د تبادلې بهير به ډير ژر بشپړ شي.

آژانسونه/ م.ک.ص./ن.ز.