1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان کې په لومړي ځل روباتیک انستیتیوت جوړیږي»‎‎‎‎

۱۳۹۹ دی ۷, یکشنبه

افغانستان کې په لومړي ځل د روباتیک یا مصنوعي ځیرکتیا انستیتیوت د جوړونې په موخه د امریکا له یوې موسسې سره د همکاریو تړون لاسلیک شو. د دغه انستیتیوت جوړولو په اړه د افغانستان د روباتیک ډله څه وايي؟

https://p.dw.com/p/3nG2g
USA Global Robotics Challenge 2017
آرشيف انځورانځور: picture alliance/AP Photo/J. Martin

د افغانستان د تخینکي او مسلکی زده کړو ادارې او  د ډیجېټل سټيزن فانډ په نوم امریکایي موسسې ترمنځ نن یکشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د ډسمبر ۲۷مه) د همکاریو تړون لاسلیک شو.

ټاکل شوې چې روباتیک انستیتوت چې په تړون کې د خوب لېدونکو یا "رویا پردازان انستیتیوت" په نوم یاد شوی، خپل فعالیت له کابله پيل کړي.

چارواکي وايي، دویم پړاؤ کې به دغه انستیتیوت په هرات کې جوړ او وروسته به یې فعالیتونه د هېواد څلورو زونونو ته وغځول شي.

په دغه انستیتیوت کې د څه شي روزنه ورکول کیږي؟

په روباتیک انستیتیوت کې به ځوانانو ته د ساینس او ټکنالوژۍ د وروستیو پرمختګونو په اړه روزنه ورکول کیږي او دلته به ځوانانو ته هم په دې برخه کې د خپلو نوښتونو د ازمایلو چانس برابریږي.

د افغانستان د روباتیک ټیم کپتانې سمیه فاروقي دویچه ویله ته وویل، دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې په دې برخه کې ګام اخېستل کیږي: «دا انستیتیوت راتلونکو نسلونو لپاره ډیر ګټور دی، دا به یواځې د روباتیک ټیم لپاره نه بلکې د نورو ځوانانو لپاره هم غوره وي چې یوه ورځ افغانستان هم په ټکنالوژۍ کې د نړۍ د نورو هېوادونو په کتار کې وګورو.»

دغه انستیتیوت په ټکنالوژۍ کې د نوښتګرو څېړنو او مصنوعي ځیرتیاوو برخه کې ځوانانو ته د لانور پرمختګ زمینه برابروي.

د ډیجیټل سټیزن فانډ موسسې مشرې، رویا محبوب وویل، په افغانستان کې شاوخوا ۱۸ میلیونه هغه ځوانان ژوند کوي چې عمرونه یې تر ۲۰ کلنۍ کم دي: «له نیکه مرغه مونږ د ښځو د توانمندۍ برخه کې د پام وړ پرمختګ لرو، د اقتصادي وړتیا، ټکنالوژیکي وړتیا او د نوښتونو او خلاقیت برخو کې د پام وړ وړتیاوې او پرمختګونه شته.»

د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرې ندیمه سحر وویل، د روباتیک انستیتیوت جوړېدو موخه داده چې نوی نسل د خلاقیت او نوښتګرۍ په روحیه وروزول شي: «د هېواد په ځوانانو کې بالقوه پوتنشیل شته او مونږ باید دغه پوتنشیلونه په فعالیت راولو.»

روباتیک انستیتیوت به د کابل په پوهنتون کې د ډیجیټیل سټیزن فانډ موسسې په مالي ملاتړ کار پيلوي او دغه انستییتوت لپاره د ښوونیز نصاب، ځای، د زده کونکو جذب، تحصیلي اسنادو ته باور ورکول او ددغه انستیتیوت د استادانو ظرفیت لوړولو مسؤلیت به د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې پرغاړه وي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني درې ورځې وړاندې د افغانستان روباتیک ډلې ته ویلي،  چې حکومت به په راتلونکو څو میاشتو کې د افغانستان د ډیجیټل کولو لپاره لا زیات فرصتونه برابر کړي.

د چارواکو پروینا په ځانګړي ډول د طب، پوهني او سوداګرۍ برخي به په ډیجیټلي سیسټم سنبالي شي.

اسماعیل شاکر – کابل

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: