افغانستان کې د نجونو پر ترانو د ممانعت پر ضد انترنتي کمپاين
۱۳۹۹ اسفند ۲۳, شنبهپه تويتر کې د #IAmMySong يا «زه خپله سندره يم» تر هېشتګ لاندې فعاليتونه چټک شوي دي چې ځينو افغانو نجونو پکې د کمرې په وړاندې د خپلې خوښې سندرې ويلي دي. همدا راز هغسې غوښتنليکونه هم خپاره شوي چې پکې د دغې پرېکړې د بېرته اخيستل کېدو غوښتنه شوې ده.
دغه بحث داسې مهال تودیږي چې د ښځو د حقونو فعالان او د مدني ټولنې ډلې په تېرو شلو کلونو کې د بشري حقونو په برخه کې د شويو پرمختګونو د ساتنې هڅه کوي. دغه خبره له ياغي ډلو او په تېره بيا له طالبانو سره د خبرو يوه مهمه موضوع هم ده.
څو موده وړاندې د افغانستان د پوهنې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په رسمي مراسمو کې د نجونو د ترانو د ممانعت خبر ورکړی وو. خو د دغه وزارت ویاندې نجیبه آرین ټینګار کوي چې د اعلامیې لیکونکي اشتباه کړې ده. د هغې په خبره په تازه اعلامیه کې راغلي چې د هلکانو او نجونو د متوسطه ښوونځیو د موسیقۍ ډلې نور له فعالیته منع شوي دي.
اوسنی وضعيت ښيي چې د نجونو او ښځو حقونه د افغانستان د اوږدې جګړې په دواړو خواو کې د قرار لرونکو محافظه پالو عناصرو له خوا ګواښل کيږي. سيما سمر چې د لسيزو راهيسې د بشري حقونو فعاله ده، د جمعې په ورځ وويل چې «دا د جمهوريت له دننه څخه طالباني کېدل دي.»
په تويتر کې د هېشتګ روان کمپاين احمد سرمست پيل کړی دی چې د افغانستان د موسيقۍ د انستيتوت بنسټ ايښودونکی دی. دغه کمپاين څه باندې ۶۰۰ زره کليکونه لرلي دي. دغه خبره په پاکستان کې د مېشت سازمان بايټزفورآل (BytesforAll) کارکوونکی، هارون بلوچ، کوي چې د انترنېټ فعاليتونه څاري. د هغه په خبره ګراف يې لا د لوړېدو په حال کې دی. سرمست دغه کمپاين پيل کړ څو چارواکي پوه کړل شي چې افغانان له دغې پرېکړې سره مخالفت لري او د ماشومانو له حقونو سره ولاړ دي، که هغه د هلکانو او که د نجونو حقونه وي.
د يوه بل ټويټ په حواله د افغانستان په ټولو ولايتونو کې سل زره لاسليکونه هم راټول شوي دي څو د دغې پرېکړې پر ضد اعتراض وشي.