1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښځو تحصیل په اړه د ایراني ملا له څرګندونو د خلیلزاد هرکلی

۱۴۰۱ بهمن ۸, شنبه

د افغان سولې له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، هغه طالب مشران دې مولوي عبدالحمید واوري چې ښځې یې له زده کړو او تحصیل راګرځولي. دغه ایراني دیني څیرې څه ویلي دي؟

https://p.dw.com/p/4MozL
افغان سولې له پاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
افغان سولې له پاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزادانځور: Rod Lamkey/CNP/MediaPunch/imago images

د ایران زاهدان د اهل سنت جومات خطیب د جمعې په یوه خطبه کې ویلي ښځې او سړي زده کړو ته د لاسرسي په حق کې برابر دي. افغان سولې له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني استازي زلمي خلیلزاد د یادې ویډیو پخ نشرولو سره پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «هغه طالب مشران چې لیسو او پوهنتونونو کې یې پرښځو بندیز لګولی، باید د مولوي عبدالحمید خبرې واوري.»

خلیلزاد د دغه ایراني ملا د خبرو پربنسټ زیاته کړې ده هیڅ حکومت او هیڅ مشر نه شي کولای چې د ښځو له دغه حق څخه انکار وکړي.

زلمي خلیلزاد د تیر ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹مه نیټه د امریکا په استازولۍ له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ. ترهغه وړاندې خلیلزاد په خپلو څرګندونو کې ویلي ول چې د ښځو او بشري حقونو په اړه طالبانو خپل دریځ نرم کړی.