1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

افغانستان کې د «شري» ناروغي ډېره شوې

۱۴۰۱ دی ۸, پنجشنبه

د طالبانو ادارې د عامي روغتیا وزارت وايي، سږکال ۷۵ زره د شري شکمنې پېښې ثبت شوې دي.

https://p.dw.com/p/4LXdV
آرشیف انځور: تېر کال نېږدې څلور سوه افغان ماشومان د شري له امله مړه شوي
انځور: DW

د طالبانو حکومت د عامي روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان دویچه ویله ته وویل، له تېرو څو کلونو په افغانستان کې د شري یا سرخکانو واکسین په سمه توګه نه دی تطبیق شوی.

ده زیاته کړه:« سږ کال ۳۸۲ ماشومانو د شري له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»

د عامي روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د شري ضد واکسین درې کمپاینونه ترسره شوي چې یو پکې د ټول افغانستان په کچه سرتاسري و.

ددغه کمپاین پرمهال ۷ میلیونه ماشومان واکسین شول.

چارواکي وايي، د واکسینونو په تطبیق سره هڅه کوي چې افغانستان کې د شري ناروغي کنترول کړي.