1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې د جنګي جرمونـو څېړنې ته د نړېوالې محکمې ژمنتیا

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۲, دوشنبه

افغان کارپوهان په افغانستان کې د جنګي جرمونو د څېړنو دوام په اړه د جرمونو د نړېوالې محکمې له پریکړې هرکلی کوي. خو ایا د امریکا مخالفت سره سره به هم دا محکمه افغانستان کې جنګي جرمونه وڅیړي؟

https://p.dw.com/p/3c1yw
Niederlande Den Haag | Internationaler Strafgerichtshof
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Dejong

د جرمونو نړیوالې محکمې یوځل بیا اعلان کړی چې افغانستان کې به د جنګي جرمونو په اړه خپلو څېړنو ته دوام ورکړي.

ددې محکمې په تازه بیان کې راغلي: «د ټولو ښکېلو غاړو جنایتونه څيړو بهرنیو ځواکونو، افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو هرې ډلې چې جنایت کړی څېړل کیږي.»

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په افغانستان ددې محکمې له څېړنو هرکلی کوي.

ددغه کمېسیون یوه کمېشنر محمد نعیم نظري دویچه ویله ته وویل، د جرمونو نړېوالې محکمې څېړنې دا فرصت برابروي چې په افغانستان کې "جنګي معافیت" پای ومومي.

ښاغلی نظري زیاتوي وروستیو څو لسیزو کې افغانستان د جنګي جنایتونو بیلابیلې زړه بوږونکې بڼې تجربه کړي: «دوه کاله وړاندې افغانانو شاوخوا ۷۵۰ قضیې د جرمونو نړېوالې محکمې سره ثبت کړي او د جنګي جنایتونو زیانمن میلیونونو ته رسیږي.»

افغانستان په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د جرمونو د نړېوالې محکمې غړیتوب ترلاسه کړی، خو امریکا بیا ددې محکمې غړې نه ده.

په تېره مارچ میاشت کې امریکا ویلي ؤ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو جنګي جنایتونو په اړه د جرمونو نړېوالې محکمې څېړنې غیر مسؤلانه دي.

ویل کیږي چې دې محکمې د امریکا د مخالفت له امله په افغانستان کې خپلې څېړنې درولې وې، خو اوس وايي نور د جنګي جنایتونو په اړه خپلې څېړنې نه شي ځنډولی.

د افغانستان د بشري حقونو سازمان له افغان حکومت غواړي چې په دغه هېواد کې د جنګي جرمونو د څېړنې لپاره دې د نړېوالې محکمې ملاتړ وکړي.

ددغه سازمان مشر لعل ګل لعل دویچه ویله ته وویل: «مونږ په خپل حکومت غږ کوو چې دغو ټولو ناخوالو ته د پای ټکي ایښودلو یواځینی لاره داده چې دوی باید د جرمونو نړېوالې محکمې له څارنوالۍ سره همکاري وکړي چې زورواکي، قانون ماتوونکي، د بشري حقونو ناقضین او د جنګي جرمونو مجرمین د خپل عمل سزا وګوري.»

Afghanistan Anschlag auf Krankenhaus in Sabul
آرشیف انځور: په زابل کې پر یو روغتون بریدانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Wali Sarhadi

ښاغلی لعل زیاتوي د جرمونو نړېواله محکمه هغه مهال په نورو هېوادونو کې لاسوهنه کولای شي، کله چې د یو هېواد عدلي او قضايي ارګانونه د جنګي جرمونو د څېړنې وړتیا ونه لري.

د نوموړي پروینا په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د څېړنې لپاره سیاسي اراده هم نشته، نو ځکه اړتیا ده چې د جرمونو نړېواله محکمه دلته لاس په کار شي.

سره له دې چې افغان حکومت سملاسي د جرمونو نړېوالې محکمې د پریکړې په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو تردې وړاندې یې ویلي ول چې دغه محکمه دې خپل ټول پام وسله والو ډلو ته واړوي.

د حکومت پروینا په کور دننه عدلي او قضايي بنسټونه ددې وړتیا لري چې جنګي جرمونه وڅیړي.

یوه پوښتنه دا هم ده چې د امریکا د مخالفت په شتون کې به د جرمونو نړېواله محکمه څه ډول خپلو پلټنو ته دوام ورکړي؟

واشنګټن کې افغان لیکوال او شنونکي واحد فقیري په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «دا چې ایا دا محکمه به وکړای شي چي امریکايي عسکر او د سي ای اې مامورین راکش کړي، دا خبره یو څه لیري ښکاري، خو یوه خبره څرګنده ده او هغه دا چي موضوع ‌‌‌‌‌‌ډيره جدی ده، او د امریکا حکومت به سخت مقاومت وکړي.»

خو ښاغلی فقیري زیاتوي چې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په اړه په کافي اندازه شواهد او اسناد شته چي د جرمونو نړیواله محمکه ترې سترګي نه شي پټولای.

فقیري وايي: «فقط څو ورځي مخکي ملګرو ملتونو وویل چي ددې کال په اولو دریو میاشتو کي امریکا او د کابل رژيم تر طالبانو زیات ماشومان وژلي دي.»

خو افغان حکومت په افغانستان کې د جنګي جنایتونو تر ټولو د لوړې کچې پړه پر وسله والو طالبانو وراچوي.

د ملي امنیت شورا دفتر وايي، دې ډلې یواځې د روژې میاشتې په دویمه اونۍ کې 25 ملکي وګړي وژلي او 74 یې ټپیان کړي.

د شورا ویاند جاوید فیصل وايي په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.

اسماعیل شاکر – کابل