1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو اونۍ پيل او د خلکو هرکلی

۱۳۹۸ اسفند ۳, شنبه

افغانستان کې د "تاوتریخوالي کمولو" اونۍ پيلېدو ته عام افغانان خورا خوښ دي. د مخابراتو او مالوماتو ټکنالوژي وزارت هم ویلي چې له تېرو څلرویشتو ساعتونو طالبانو په ډيري ولایتونو کې د مخابراتي شرکتونو فعالیت ته اجازه ورکړې.

https://p.dw.com/p/3YBlL
Afghanistan Taliban feiern Waffenstillstand mit Einwohnern in Kabul
انځور زمونږ له آرشیف څخهانځور: Reuters/M. Ismail

شاوخوا ۵۰ کلن ګل محمد، د یوه شخصي دفتر وسله وال ساتونکی دی چې هره ورځ ټوپک په لاس چمتو ولاړ وي، خو نن یو څه ډاډه بریښي.

نوموړي دویچه ویله ته وویل، په کلیو او بانډو کې مخامخ جګړو او په سترو ښارونو کې ځانمرګو او ډله ییزو برېدونو د هر کلیوالي او ښاري افغان ژوند تریخ کړی.

ده زیاته کړه: «دا نن مې ټوپک د اداري اصولو او خپل مسؤلیت له مخې په اوږه کړی، که نه زړه کې ډاډه یم چې برید به نه کیږي، خو کاش چې دا اوربند وای او یو دایمي اوربند چې نه مو بیا د ټوپک ډز اوریدی او نه هم د انفجار زړه بوږونکی غږ.»

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د شوې هوکړې پربنسټ، نن شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ ۲۲مه) د شپې له ۱۲ بجو راهيسې د "تاوتریخوالي کمولو اونۍ" پيل شوې ده.

په دغو اوو ورځو کې به ښکېلې غاړې پر یو بل برېدونه نه کوي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې خپلو جنګیالیو ته ویلي:

«تاسو به په جریان کې یاست چې اسلامي امارت له امریکایي جهت سره د توافقنامي د لاسلیک لپاره د مناسبي فضاء د رامنځ ته کولو موافقه کړې چي د راتلونکو ۷ ورځو لپاره به مجاهدین د ورکړل شوي پروګرام له مخي عمل کوي.»

له دې اعلامیې وروسته ښاغلي مجاهد بیا د اوه ورځني تاوتریخوالي کمولو په اړه یو وضاحت هم ورکړی. نوموړي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:

«د توافقنامې د لاسلیک لپاره د مناسبې فضاء په برابرولو کې د ټولو ولایاتو مرکزونه د قول اردوګانو، فرقو، غونډونو او بهرنیو قواو مرکزونه شامل دي. له دې علاوه، د مجاهدینو هر ډز او برید باید تخطي ونه بلل شي. دا عام اوربند نه دی.»

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تاوتریخوالي کمېدو اونۍ څخه له پيله هرکلی کړی، خو ترڅنګ یې له دغه بهیره د جدي څارنې خبره هم کړې.

ښاغلي غني تېر ماښام په یوه ټلویزوني وینا کې وویل:

"له شک پرته ددې اونۍ د څار او ارزونې لپاره د هېواد ټولو دفاعي او امنیتي ځواکونو ته دستور العمل صادر شوی او هغوی به په لوړه کچه خپل احضارات ولري.»

Afghanistan Taliban feiern Waffenstillstand mit Einwohnern in Kabul
په ۲۰۱۸م کال کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ موقتي اوربندانځور: Reuters/M. Ismail

سیاسي شنونکي دغه اوه ورځې ښکېلو غاړو لپاره ستره ازموینه بولي. د چارو کتونکي سید نقیب الله هاشمي دویچه ویله ته وویل، دا اونۍ باید دواړه غاړي پر خپلو کړو ژمنو ټینګ ودریږي. هغه زياته کړه: «زه باور لرم چې که دا اووه ورځې دواړه طرفونه خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې شي، د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولي تفاهنامه لاسلیکیږي.»

سره له دې چې ښکېلې غاړې د تاوتریخوالي کمولو اونۍ سرتاسري اوربند نه بولي، خو په ولسي کچه خلک ورته خوښ دي. د ټولیزو رسنیو ډيری کارونکو خپل انځورونه، «سوله د هر افغان ستره هیله» په شعارونو سینګار کړي دي. د ښځو حقونو فعالې مریم اروین معروف بیا پر فیسبوک خپل انځورونه خپاره کړې چې ګواکې دا د تاوتریخوالي کمولو اونۍ پر لومړی ورځ خپل پلرني ټاټوبې کې ده. اغلې آروین د میدان وردګ ولایت "پل سرخ" ته تللې چې د طالبانو د نفوذ سیمه بلل کیږي. دې لیکلي:

«د تاوتریخوالي کمولو په چاپيریال کې د ژمي وروستۍ ورځې او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ته لومړي قدمونه.» 

په ټولیزو رسنیو کې د «تاوتریخوالي کمولو» ژبنیز ترکیب هم پر یوه بحث اوښتی. لیکوال او ژورنالیست نذیر احمد سهار بیا د تاوتریخوالي کمولو پرځای "اورکم" لیکلی.

ښاغلي سهار لیکلي:  «دا یوہ اونۍ "اورکم" بايد یوازې د ټوپک او مرمۍ اور کمول نه وي. ژبې هم بايد كنټرول شي، ‫د دایمي اوربند او سولې په هيله‬.»

د "تاوتریخوالي کمولو اونۍ" تر پيل څو ساعته وړاندې طالب او امریکايي چارواکو د اعلامیو په خپرولو سره د سولې هوکړه لیک د لاسلیکېدو نیټه په ډاګه کړه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه نیټه به طالبانو سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي. دغه راز د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:

«د اسلامي امارت او امریکا د مذاکراتي ټیمونو د اوږدو مذاکراتو وروسته توافقنامه مکمل شوې او د روانې میلادي فبروري میاشتې په ۲۹مه نیټه به د دواړو لوریو له خوا په دوحه کې لاسلیک شي.»

ښاغلي شاهین زیاته کړې چې د سولې هوکړه لیک د لاسلیک مراسمو کې به د یوشمېر هېوادونو او نړېوالو سازمانونو پلاوي د شاهدانو په توګه ګډون وکړي. دواړه غاړې وايي، د هوکړه لیک تر لاسلیکېدو سملاسي وروسته به "بین الافغاني" خبرې پيل شي.

اسماعیل شاکر – کابل