1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې د امریکا د برید خلاف لاریونونه شوي

۱۴۰۱ مرداد ۱۴, جمعه

په افغانستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکي تر بريد وروسته په څو ولايتونو کي لاريونونه شوي دي. پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي انځورونو ښيي چې لاريون کوونکي له ځانونو سره داسي بنرونه لېږدوی چې «مرګ پر امريکا» پرې لیکل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4FBJC
Afghanistan Kabul | Anti-Pakistan Proteste
په کابل کې مظاهرې - د آرشیف انځورانځور: WANA/REUTERS

په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شويو انځورنو کې ليدل کيږي چې لاريون کوونکي له ځانونو سره داسي بنرونه لېږدوی چې »مرګ پر امريکا« او د امريکا ولسمشر جو بايدن دروغجن دی پرې ليکل شوي ول.

دغه لاريونونه يوه ورځ وروسته له هغه ترسره کيږي چې طالبانو وويل چې د دوی حکومت افغانستان ته د الظواهري د راتګ او اوسېدو په اړه هيڅ معلومات نه لري او امريکا متحده ايالاتو ته يې ګواښ وکړ چې پر افغانستان باندي دغه شان بريد بيا تکرار نه کړي.

د امريکا متحده ايالاتو د معلوماتو له مخي څو ورځي وړاندي يې د کابل په زړه کې د القاعدې شبکې مشر ايمن الظواهري د يوه کور په برنډه کې د بې پيلوټه الوتکي په بريد کي وواژه.

د امريکا پر دغه بريد باندي تر افغانستان دباندي هم نيوکي شوي دي، خو امريکا متحده ايالاتو ويلي دي چې طالبانو الظواهري ته په ځای ورکولو سره د دوحې تړون مات کړی دی. د دوحې په تړون کې له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو پر وتلو باندي توافق شوی چي په مقابل کي به يې طالبان له القاعدې سره خپلي اړيکي شلوی او هغوی ته به ځای نه ورکوي.