1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې تازه جګړې، آيا پر سوله به اغيز ولري؟

۱۳۹۹ مرداد ۲۷, دوشنبه

افغان امنیتي چارواکو له بیلابیلو ولایتونو د جګړو او وسله والو نښتو خبرونه ورکړي. د راپورونو په حواله د غور په يوې ولسوالۍ کې ټوله شپه او سهار تر ناوخته جګړه روانه وه. ددغو ناکراریو ترشا څه دي او پر سوله به یې اغیز څه وي؟

https://p.dw.com/p/3h55V
Afghanistan - Taliban Kämpfer
انځور: picture alliance/AP Photo/A. Khan

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، چې طالبانو یکشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د اګست ۱۷مه) د غور ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ برید وکړ. ځايي چارواکو په دغه برید کې د دریو سرتیرو د وژل کېدو خبر ورکړی او ترڅنګ یې دا خبرداری هم ورکړی چې که تازه دم ځواکونه ونه رسیږي، ښايي ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولویږي. دغه راز، د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې له دوو نورو ولایتونو هم د جګړو خبرونه ورکړل شوي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د غزني په اندړو او د میدان وردګ په جلریزو ولسوالیو کې پوځي عملیاتو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې. په خبر پاڼه کې زياته شوې: «۱۷ طالبان د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستی د برید پرمهال وژل شوي.» دغه راز، د پلازمینې کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د طالبانو ضد پوځي عملیاتو رپوټ ورکړل شوی.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله یو ځل بیا په طالبانو غږ کړی چې نور یې د جګړې دوام ته پلمې نه دي ورپاته. ښاغلي عبدالله د مشورتي لویې جرګې له اداري پلاوي سره په لېدنه کې ویلي: «حکومت او خلکو د خپل نیت څرګندونه وکړه، اوس طالبان باید له جګړې تیر شي او خبرو ته کیني.»

اړونده موضوع:«که سوله راغله» هيش ټېګ مشهور سوی دی

مشورتي لویې جرګې د هغو ۴۰۰ جنجالي طالبانو د ازادېدو پریکړه وکړه چې حکومت په لویو جرمونو کې په ښکېلتیا تورن کړي. خو سره له دې چې ولسمشر غني یې د خوشې کېدو امر لاسلیک کړی، د ملي امنیت شورا دفتر یې تر اوسه د ۸۰ کسانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.

طالبانو ته نیږدې کسان وايي، حکومت په بیلابیلو پلمو ددغو زندانیانو خوشې کېدل ځنډوي. لیکوال او ژورنالیست ولی الله شاهین دویچه ویله ته وویل چې د سولې پروړاندې اساسي خنډ د افغان حکومت ارادې نشتوالی دی. هغه زياته کړه: «د افغانستان حکومت په ټول توان سره غواړي چې سوله یا سبوتاژ کړي او یا یې هم وځنډوي، چې دوی خپله پنځه کلنه دوره پوره کړي.»

ښاغلی شاهین وروستیو برېدونو ته په اشارې سره وايي، چې دا جګړې د سولې پر بهیر اغیز کوي، خو د اوربند په اړه د طالبانو دریځ دادی چې زندانیان باید ازاد او په بین الافغاني ناسته کې پرې خبرې وشي. شاهین چې د سولې خبرې له نیږدې څاري وايي ترڅو چې ټول زندانیان خوشې نه شي، د سولې بین الافغاني خبرې هم نه پيلیږي.

سره له چې حکومت د زندانیانو د خوشې کېدو بهیر کې د ځنډ لاملونه په غوڅه توگه نه دي اعلان کړي خو په دې وروستیو کې ځیني هېوادونو د یوشمېر بندیانو له خوشې کېدو سره مخالفت کړی.

اسماعيل شاکر ـ کابل

زموږ له آرشيف څخه: