1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

افغانستان: کرونا د یوه داکتر په ګډون ۱۱ تنه وژلي

۱۳۹۹ فروردین ۱۸, دوشنبه

د افغانستان د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په دغه هیواد کې ۱۱ تنو د کرونا ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی. په قربانیانو کې یو داکتر هم شامل دی. تر اوسه پورې په افغانستان کې ۳۶۷ د کرونا پيښې ثبت شوي.

https://p.dw.com/p/3aWb3
Afghanistan Herat | Ausgangsbeschränkungen während der Coronakrise
انځور: DW/S. Tanha

په افغانستان کې د کرونا پر ویروس د اخته کسانو شمیر ورځ تر بلې مخ پر ډریدو دی. د افغانستان د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ (د اپريل ۶مه) اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هرات او کابل ولایتونو کې ۳ تنو د کرونا ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ۳۰ نوي مثبتې پيښې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي چې په دغه هیواد کې د کوویدـ۱۹ پر ناروغۍ د اخته کسانو شمیر۳۶۷ تنو ته رسیدلی دی او د یوه داکتر په ګډون ۱۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸ تنه نور بیا له دې ناروغۍ رغیدلي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت په حواله د کرونا تر ټولو ډيرې مثبتې پيښې په کابل او هرات ولایتونو کې ثبت شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې هغه داکتر چې د کرونا ناروغۍ له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی د کابل په یوه شخصي روغتون کې یي کار کاوه.

د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي چې د دې روغتون مسئولینو د دې پر ځای چې دغه داکتر یې د کرونا ویروس د ناروغانو له پاره مشخص کړای شوي روغتون ته ور وستلی وای، پخپله یي د هغه د درملنې هڅه کړې وه چې د همدې بی پروایې په پایله کې یي ژوند له لاسه ورکړی دی.
مایار زیاتوي د دې روغتون ۲۰ تنه نور داکتران او روغتیایي کارکونکي چې له دې داکتر سره په تماس کې وو، مشکوک ګڼل شوي او ټیسټونه یي اخیستل شوي دي.


تر ښځو ډیر سړي پر کرونا اخته دي

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي چې پر کرونا ویروس د اخته کسانو ډيري یي نارينه دي. په افغانستان کې تر اوسه پورې ۲۷ سلنه د اخته کسانو ښځې او تر ۷۲ سلنه ډیر یي سړي تشکيلوي.
نوموړی وزارت د بیلګې په توګه یادونه کوي چې په هرات ولایت کې له ۲۵۴ اخته کسانو څخه ۱۶۶ یي نارينه او ۸۸ تنه یي ښځي دي.


شکیلا ابراهیم خیل: ش.ن/ ا.ا