1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ولي له پاکستانه خپل سفیر ورغوښتی؟

۱۳۹۸ فروردین ۷, چهارشنبه

افغانستان د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د رپوټ شوو څرګندونو په ترڅ کې له پاکستانه خپل سفیر د موضوع په هکله د نورو سلا مشورو له پاره کابل ته ورغوښتی دی او د عمران خان څرګندوني یي «نا مسوولانه» بللي دي.

https://p.dw.com/p/3Fhkl
Afghanistan Cricket-Board | Schukrullah Atif Mashal
انځور: Afghanistan Cricket Board

رویترز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د ایکسپرس ټریبیون، په نوم پاکستانۍ ورځپاڼې خبر ورکړی وو چې عمران خان د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م د مارچ ۲۵مه) په خپل دفتر کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د سولې د روانې پروسې د بن بست ماتولو یوه ممکنه لار په دې هیواد کې «د موقتې ادارې» رامنځ ته کیدل دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې په کابل کې يي د پاکستان مرستیال سفیر د عمران خان د «نا مسوولانه» څرګندونو له کبله احضار کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات له لوري په خپره شوې یوه اعلاميه کې راغلي دي: «د بهرنیو چارو وزارت، د پاکستان د لومړي وزیر د وروستیو نامسوولانه څرګندونو په تړاو چې د سولې د خبرو اترو د بهیر او د مؤقت حکومت د جوړولو په اړه یي بیان کړي دي، دغه خبرې د پاکستان لاسوهونکي پالیسي او د افغانستان حاکمیت او د خلکو ملي ارادې ته د نه درناوۍ یوه څرګنده بیلګې بولي.»

د وزارت په وینا په اسلام آباد کې يي د افغانستان سفیر هم، د نور بحث له پاره کابل ته ورغوښتی دی.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل، هم د خپل ټویټر په پیغام کې دغه خبره تائید کړې ده. هغه په خپل ټویټ کې لیکلي دي چې د خپل حکومت له خوا د سلا مشورو او عمران خان څرګندونو ته د احتجاج په ترڅ کې کابل ته وربلل شوی دی چې د چهارشنبې په ورځ به خپل هیواد ته ستون شي.

هغه د عمران خان له لوري د مؤقتي حکومت د جوړیدو په تړاو څرګندونې «د افغانستان په داخلي چارو کې د څرګندې لاسوهنې هڅه بللې ده.»

د افغانستان د سولې د چارو له پاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د ټویټر په خپل پیغام کې لیکلي دي چې پاکستان د سولې په پروسه کې «رغنده ونډه لرلې» خو د عمران څرګندونو نه.

هغه ليکلي دي: «د افغانستان راتلونکې د افغانانو له پاره ده او یوازې افغانان به یي په اړه پریکړه کوي.» د خلیلزاد په پیغام کې راغلي دي چې د نړیوالي ټولنې نقش د افغانانو یو ځای کیدو ته هڅول دي، څو د خپل راتلونکي په هکله پریکړه وکړي.

په عین وخت کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې زلمی خلیلزاد د مارچ له ۲۵مې نیټې څخه د اپریل تر لسمې نیټې پورې افغانستان بریتانيا، بیلجیم، پاکستان، ازبکستان، اردن او قطر هیوادونو ته سفر کوي.

د امریکا او طالبانو استازي د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د ختمولو له پاره تر اوسه پنځه واره سره لیدلي دي، خو طالبانو تر اوسه پوري له افغان حکومت سره له خبرو کولو ډډه کړې ده.

(sr/nz (Reuters