1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان نور تر ټولو ډیر په فساد ککړ هیواد نه دی

۱۳۹۷ بهمن ۱۰, چهارشنبه

افغانستان پر ډيرو نورو ستونزو سربيره په تیرو کلونو کې په نړیواله درجه بندۍ کې د فساد د پنځو تر ټولو ککړو هیوادونو په ډله کې وو خو اوس افغانستان له دې ليسته وتلی دی.

https://p.dw.com/p/3CPXV
Internationales Büro von Transparency International in Berlin
انځور: DW/C.Vieira Teixeira

د شفافیت نړیوال سازمان یا ترانسپریتي انترنیشنل په نامه نړیوال سازمان هر کال د نړۍ شاوخوا ۱۸۰ هیوادونه د فساد له پلوه څاري او په هکله یې تازه رپوټ خپروي. د تیرو کلونو په ترڅ کې افغانستان د پنځو تر ټولو ککړو هیوادونو په ډله کې وو، خو د یاد سازمان د ۲۰۱۸م کال په ارزونه کې افغانستان نور د پنځه تر ټولو ککړو هیوادونو له ډلې څخه ايستل شوی دی.

د شفافيت نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۸م کال کې افغانستان د فساد پر ضد د مبارزې او اصلاحاتو له امله ۱۶ نمرې ترلاسه کړي چې په پایله کې یې دغه هیواد اوس په نړۍ کې په فساد ککړو هيوادونو په ليست کې نهم هیواد دی.

د یاد سازمان د شمیرو له مخې اوسمهال سومالیا، سوریه، جنوبي سوډان، یمن، او شمالي کوریا په ترتیب سره تر ټولو ډیر په فساد ککړ هیوادونه دي.

د شفافیت نړیوال سازمان د هیوادونو درجه بندي د صفر او ۱۰۰ نمرو په ورکولو سره ترسره کوي، چې صفر تر ټولو ککړ او۱۰۰ تر ټولو پاک او شفاف هیوادونه دي.

Infografik Korruptionsindex 2015 Englisch
په ۲۰۱۵م کال کې افغانستان دریم تر ټولو ډیر په فساد ککړ هیواد وو.

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې ډنمارک، نیوزیلنډ، فنلنډ، سنګاپور او سویډڼ له فساده تر ټولو پاک پنځه هیوادونه دي.

آلمان بیا په دې کتار کې د ۸۰ نمرو په ترلاسه کولو سره په ۱۱ مقام کې دی. امریکا متحده ایالات بیا د ۷۱ نمرو په ترلاسه کولو سره ۲۲ مقام لري.

په دې ډله کې سعودي عربستان د ۴۹ نمرو په ترلاسه کولو سره ۵۸ ځای، هندوستان د ۴۱ نمرو په لرلو سره ۷۸ ځای، ، پاکستان د ۳۳ نمرو په درلودو ۱۱۷ مقام او ایران بیا د ۲۸ نمرو په ترلاسه کولو سره ۱۳۸ هيواد دی.