1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: د بې وزلو لاسنیوی وکړئ او د حج په ثواب کې شریک شئ

۱۳۹۹ تیر ۵, پنجشنبه

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د سعودي عربستان د هغې پریکړې ملاتړ کړی چې غواړي د کرونا وبا له کبله د حج سږني مراسم محدود کړي. دغه وزارت له افغانانو غواړي چې له بې وزلو سره په مرسته دې د حج ثواب ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/3eKAg
Saudi-Arabien einsame Pilger in Mekka an der Kaaba
انځور: AFP

سعودي عربستان د تیرې دوشنبې په ورځ (د جون میاشتې په ۲۲مه نیټه)د  کرونا وبا د خپریدو له ویرې، پریکړه وکړه چې د حج په سږنیو مراسمو کې د حجیانو شمیر به په بې ساري توګه کم کړي.

دغه هیواد همداراز پریکړه کړې چې سعودي عربستان ته له بهرنیو هیوادونو څخه د حجیانو راتګ اصلاً اجازه نه لري او د حج سږني مراسم به یوازې هغه کم شمیر کسان پر ځای کړي چې په سعودي عربستان کې ژوند کوي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سعودي عربستان د دغې پریکړې ملاتړ او هرکلی کړی دی. دغه وزارت د کرونا وبا له کبله د حج د مراسمو د محدودولو او له بهرنیو هیوادونو څخه دغه هیواد ته د حجیانو د نه ورتګ اقدام یو منطقي ګام بللی دی. د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د خپرې شوې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «د سعودي عربستان د شاهي هیواد د حجیانو له پاره د صحي وقایوي اقدام پر ملاتړ سربیره په اوسني وضعیت کې دغه پریکړه کاملاً معقوله او منطقي ګڼل کیږي.«

د دغه وزارت په باور، په نړۍ کې د کرونا وبا خپریدو او د دې وبا له کبله د رامنځته شویو ناروغیو او مرګونو ته په کتو سره، په پخوانیو لارو د حج مراسم ترسره کول او په دې مراسمو کې له ټولې نړۍ څخه د ډيرو مسلمانانو ګډون، به اوسنی وضعیت لا پسې خراب کړي. دغه وزارت زیاتوي چې په دې توګه ښايي د کرونا وبا یو ځل بیا په شدیده توګه خپره شي.

د صدقې له لارې د حج مراسم

د افغانستان د حج، اوقافو او ارشاد وزارت له ټولو هغو کسانو چې غوښتل یې د حج په سږنیو مراسمو کې ګډون وکړي غوښتنه کړې چې د حج په ورځو کې دې له بې وزلو سره مرسته وکړي او د حج په ثواب کې دې ځانونه شریک کړي.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې همدا راز راغلي: «د حج په دغو ورځو کې له بې وزلو او اړمنو هیوادوالو سره په مرسته ځانونه عملاً د حج په ثواب کې شریک کړئ او د هغو مبارکو ورځو یاد را تازه کړئ.»

Saudi-Arabien Mekka 2019 | Kaaba
انځور: picture-0alliance/ZUMAPRESS/A. Amra

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت همدا راز د حج د سږ کال ګډونوالو ته ډاډ ورکړی چې د دوی د سږ کال نوبت به راتلونکي کال ته وساتل شي او په دې برخه کې له وزارت سره له اړیکې نیولو ډډه وکړي.

د حج په مراسمو کې د ګډون له پاره د مسلمانانو لیوالتیا

حج د اسلام پنځه بنا ده او هغه مسلمانان چې له روغتیايي او مالي پلوه ستونزې ونه لري، د حج ادأ کول ورباندې فرض دي. د سعودي عربستان په معاصر تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې دغه هیواد د حج مراسم د بهرنیو هیوادونو د اتباعو له پاره منع کوي. ټاکل شوې وه چې د سږ کال د حج مراسم په جولای میاشت کې ترسره شي.

سعودي عربستان تر نفتو او تیلو وروسته، هر کال د حج له مراسمو خورا ډیر عواید ترلاسه کوي. تیرکال شاوخوا دوه نیم میلیونه مسلمانانو په حج کې ګډون کړی وو چې له دې ډلې شاوخوا یو اعشاریه اته میلیونه یې د بهرنیو هیوادونو مسلمان اتباع وو.

په نړۍ کې د کرونا وبا په خپریدو سره سعودي عربستان هم د یادې وبا د خپریدو د مخنیوي په موخه شدید تدابیر اعلان کړل. دغه هیواد تر دې وړاندې د عمرې مراسم هم لغوه کړي وو او د روژې په ورځو کې یې جوماتونه هم تړلي وو.

سعودي عربستان هم د نورو هیوادونو په څیر کرونا ځپلی دی، خو بیا هم دغه شاهي هیواد د تیرې یکشنبې په ورځ د کرونا له کبله په وضع شویو محدودیتونو کې د نرمښت اعلان وکړ.