1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سوداگريآسیا

"افغانستان د سیمي هېوادونو ته ځیني کاني محصولات صادروي"

۱۴۰۰ تیر ۱۹, شنبه

افغان حکومت وايي د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د کاني سکټور له پراختیا پرته افغانستان کې اقتصادي پرمختګ ناشونی دی. حکومت روانه اونۍ د کانونو د اونۍ په توګه اعلان کړې، خو په دې برخه کې بنسټېز خنډونه څه دي؟

https://p.dw.com/p/3wJ8u
Afghanistan Hairatan Ankunft Cargo Zug aus China
د حیرتان بندر - آرشيف انځورانځور: DW/H. Safi

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له ترکمنستان او اذربایجان سره د شوې هوکړې پر بنسټ به ډير ژر د افغانستان مرمر دغو هېوادونو ته صادر شي.

د ده پر وینا د هرات چشت شریف او د ننګرهار د خوګیاڼو سپین مرمر په نړۍ کې بې ساري دي. ښاغلي غني زیاته کړه د عوایدو ډېرېدو لپاره باید پر کاني زیرمو پانګونه وشي.

ولسمشر غني چې تېر ماښام یې د کانونو اونۍ تر نامه لاندې مراسمو ته وینا کوله زیاته کړه: «د کانونو د نقشې په عملي کېدو د ولس باور ډیریږي، دغه راز حکومت ته به ډیر عواید راشي د خصوصي سکټور لوی او واړه متشبثین به په حرکت راشي.»

ولسمشر غني یو ځل بیا یادونه وکړه چې افغانستان د طبیعي زېرمو له پلوه یو بډای هېواد دی او د سوداګرۍ د بیلانس لپاره کانونه خورا مهم دي.

له همدې سره همهاله د کانونو اوپټروليم وزارت وايي د کاني زیرمو تر ۲۰ ډېرې پروژې یې داوطلبۍ ته سپارلي دي.

د دغه وزارت خبرپاڼه کې راغلي: «د نوې پانګونې د جلب او د غيرې قانونې کان کېندنې د رسمي کولو په موخه، د لويو کانونو ٢١ پروژې چه په هغو کې مرمر، تراورتين، ګرانيت، سمنټ، مس او سره زر شامل دي، د کانونو اونۍ څخه د لمانځنې په مناسبت داوطلبۍ ته سپارل شوي.»

افغان حکومت داسې مهال د اقتصادي پیاوړتیا لپاره پر کاني زیرمو حساب کوي، چې د دغه سکټور پر وړاندې لاهم ډېر خنډونه پراته دي.

یوشمېر سیمو کې پر کانونو د ناقانونه وسله والو ډلو واک، د دولت له واکه بهر سیمو کې د کانونو استخراج او عواید يې د طالبانو لاس ته لوېدل، جګړې، د کانونو ناقانونه اېستنه او د کاني زیرمو په قراردادونو کې فساد هغه ستر خنډونه دي چې حکومت یې په لرې کولو کې تر ډیره بریالۍ نه بریښي.

د یوه رپوټ له مخې چې تېره اپریل میاشت خپور شو، حکومت یواځې بلخ ولایت کې د ګچو کانونو د ناقانونه کېندنې له امله د کال ۲۵ میلیونه افغانۍ له لاسه ورکوي.

دا کانونه په چمتال او خلم ولسوالیو کې دي، چې ځايي خلک او ځیني شرکتونه یې په ناقانونه توګه استخراجوي.

د افغانستان صادرات

سره له دې چې د افغانستان د وارداتو او صادراتو ترمنځ مناسب انډول نشته، خو افغان چارواکي وايي د صادراتو پراختیا لپاره چټکې هڅې کوي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي، په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «له نیکه مرغه مونږ د روان لمریز کال لومړنیو پنځو میاشتو کې د صنعتي ښارګوټو تولېداتو، کرنیزو محصولاتو او قیمتي ډبرو په صادراتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۰ سلنه ډیروالی لرو.»

ښاغلی احمدي وايي، دغه صادرات له ترانزیټي لارو، ریل پټلۍ او هوايي دهلیزونوله لارې شوي.

 د سوداګرۍ وزارت د مالوماتو له مخې، تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې افغانستان د ۷۷۷ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي، چې تر ټولو ډېر توکي پاکستان، ایران، هندوستان، قزاقستان، تاجکستان او د سیمي یوشمېر نورو هېوادونو ته صادر شوي.

افغان چارواکو د روان ۲۰۲۱ میلادي کال لپاره وړاندوینه کړې چې په دغه کال کې به تر لږه ۲ میلیارده ډالر صادرات ولري.

دا داسې مهال دی چې افغانستان ۲۰۲۰ میلادي کال کې د خپلو صادراتو لپاره ۱،۵ میلیارده ډالر هدف ټاکلی ؤ، خو وايي نړۍ کې د کرونا ویروس چټک پراختیا، پولو کې محدودیتونو او په الوتنو بندېزونو له امله دغه هدف ته ونه رسېدل.

اسماعیل شاکر – کابل