1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خصوصي پوهنتونونو د محصلانو شمېر په بېسارې توګه کم شوی

محمد ميرويس اسلمي
۱۴۰۱ آبان ۵, پنجشنبه

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو ټولنه وایي چې د خصوصي پوهنتونونو د محصلینو په شمېر کې ۵۰ تر ۶۰ سلنه کموالی راغلی چې که دا وضعیت دوام ومومي ځیني پوهنتونونه به له سقوط سره مخ شي.

https://p.dw.com/p/4IkJE
Afghanistan | Gharjistan Universität in Kabul
انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

د خصوصي پوهنتونونو ټولنې د معلوماتو له مخې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۱۴۰ خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې فعالیت لري چې د جمهوري نظام په وخت کې یې د محصلانو شمېر تر ۲۰۰ زرو لوړ وو خو د طالبانو حکومت په راتګ سره دغه شمېر خورا کم شوی دی.

د خصوصي پوهنتونونو ټولنې د مطبوعاتو مسؤول کریم ناصري له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د تېرو کلونو په پرتله په خصوصي پوهنتونو کې د محصلينو جذب تر نيمايي هم لږ شوی دی.

هغه وویل: «په تېرو کلونو کې به په کانکور آزموینه کې ډېرو محصلان خصوصي پوهنتونو ته مخه کوله خو اوس د اقتصادي ستونزو له کبله له ۵۰ تر ۶۰ سلنه پورې د خصوصي پوهنتونونو جذب کم شوی دی.»

د نوموړي په خبره که دا وضعیت همداسي دوام وکړي نو په راتلونکي کې به ګڼ شمېر پوهنتونونه په کابل او ولایتونو کې له سقوط سره مخ شي.

مختار چې د کابل اوسېدونکی دی او په یوه خصوصي پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځی لولي، وايي چې یو شمېر ټولګیوال یې د اقتصادي ستونزو له امله د پوهنتون پرېښودلو ته اړ شوي دي.

هغه زیاته کړه: «په پخواني حکومت کې زموږ د ټولګیوالو کورنۍ غړي په دولتي دندو بوخت و او د خپلو اولادونو ملاتړ به یې په همغه دولتي معاش کولو خو وروسته له سقوط څخه ټولو دندې له لاسه ورکړې او مجبوره شول چې زده کړي نېمګړي پرېږدي.»

په خصوصي پوهنتونو کې بیا د اقتصادي ستونزو سربېره نور عوامل هم په ګوته شوي چې له تېر حکومت د لوړو زده کړو وزارت څخه  پاتي دي. دا ځيني قواعد او مقررات دي چې د مثال په توګه په پخواني حکومت کې طبي برخو ته لوړ معیارونه ټاکل شوي وو او د اجتماعي علومو په برخه خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو ډېر زده کړیالان جذبول خو د اوسني نظام په راتګ سره د سیاسي علومو، حقوق، قضا او څارنوالۍ برخو کې په دولتي ادارو کې کارونه ودرول شول او قوانین له منځه ولاړل. د یوه خصوصي پوهنتون مشر ډاکټر معشوق سادات دویچه ویله ته وویل همدا لامل دی چې اوس ورته زده کړیالان زړه نه ښه کوي ځکه کارونه یې محدود شوي او روغتیايي برخو کې ټاکل شوي معیارونه نه پوره کېږي.

له پوهنتونو تازه فارغ شوي کسان کار غواړي

نوموړي وويل چې د دغو ستونزو له ډلې يوه یې يوه دا ده چې له حقوق او سیاسي علومو پوهنځيو څخه فارغ شوي محصلان اوس په حکومت کې د کار کولو چانس نه لري.

نوموړي وویل: «د اجتماعي علومو بارزا سخت مشبوح شوی چې ډېری محصلانو به په کې زده کړې ترسره کولې. او اکثریت پوهنتونونه په دې نه توانېږي چې نوي برنامې ایجاد کړي. بل هغه معیارونه چې له جمهوري نظام څخه پاتې دي په لوړه کچه دي.»

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت بیا وایي د دوی حکومت په راتګ سره په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د زده کړو پر وړاندې خنډونه لمنځه وړل شوي دي.

د طالبانو لپاره د لوړو زده کړو وزارت ویاند خالقداد احمد تقي وایي: «د زده کړو زمینه ټولو ته برابره ده او کولی شي په ډاډه زړه په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.»

ډېری محصلان په دې باور دي چې وروسته له هغې چې له پوهنتون څخه فارغ شي د کار زمینه ورته برابره نه ده او ځوانان د خپل راتلونکي لپاره ناهیلي دي.