1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

افغانستان: د ارګ څه ناڅه۲۰ کارکوونکي په کرونا اخته دي

۱۳۹۹ فروردین ۳۱, یکشنبه

د افغانستان په حکومت کې ځیني سرچینې وايي چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لږ تر لږه ۲۰ تنه په کرونا ویروس باندي اخته شوي دي. ۷۰ کلن ولسمشرغني هم د خپلو کارکونکو سره مستقیم تماسونه کم کړي او ډیجتلي کړي دي.

https://p.dw.com/p/3b80e
Afghanistan Kabul Präsidentenpalast vor dem Amtseid von Präsident Ashraf Ghani
انځور: Reuters/M. Ismail

د روغتیا په برخه کې یوه جګپوړي افغان چارواکي ویلي چې په پلازمینه کابل کې ولسمشرۍ ماڼۍ یا ارګ ته د یوه رسمي سند تر لیږلو وروسته د ارګ یو شمیر کارمندان په کرونا ویروس اخته شوي دي. د دغه چارواکي په خبره، دغو کسانو له یاد سند سره تر تماس وروسته د ناروغۍ احساس کړی دی او د روانې میاشتې په لومړیو کې یې د کرونا ویروس معاینات هم مثبت ښودل شوي دي.

نوموړي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط د رویترز خبري آژانس ته وویل: «په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوه دفتر ته له یوه بل حکومتي دفتر څخه په ویروس ککړ یو سند لیږل شوی وو او په همدې توګه یاد کسان په دې ویروس اخته شوي دي.»

نوموړي چارواکي همدا راز زیاته کړې چې یو شمیر کسانو د کرونا ویروس د معایناتو د نتایجو تر راتګه پورې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې په دفترونو کې کار کوو. نوموړي زیاتوي چې تر معایناتو وروسته موږ اړ شو چې هغوی او کورنۍ یې قرنطین کړو، خو وايي چې ښايي په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر تر دې هم لوړ وي.

دغې سرچینې همدا راز رویترز خبري آژانس ته وویل چې ولسمشر غني چې تر دې مخکې د معدې په برخه کې له روغتیايي ستونزو سره هم مخ شوی دی، له خپلو کارمندانو سره یې تماسونه کم کړي دي. یادې سرچینې ویلي چې ولسمشر غني اوسمهال خپل زیاتره ملاقاتونه د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره کوي او دا چې د خپلې حلقې له یو شمیر ځانګړو کسانو سره مستقیمي کتنې کوي.

کوید ۱۹ یا کرونا ویروس د ځوانانو په پرتله د ډیر عمر کسان او هغه کسان چې د بدن دفاعي سیسټم یې کمزوری وي، ډير زیات اغیزمنوي. د شمیرو له مخې، یادې وبا تر دې مهاله د ځوانانو په پرتله د ډیر عمر کسان په زیاته کچه وژلي دي. د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت په حواله، کرونا ویروس تر اوسه پورې په افغانستان کې له ۹۰۰ څخه د ډیرو اخته کسانو له جملې څخه ۳۰ تنه وژلي دي او نیږدې ۱۰۰ تنه ناروغان بیرته روغ شوي دي.

د کرونا پر موضوع يو انځوريز البوم: