افغانستان دولت ته د نړيوالو مالي مرستو نوې ژمنې او د هغو په هکله انديښنې
۱۳۸۸ آبان ۲۰, چهارشنبهد اروپا د اتحاديي غړي هيوادونه به له افغانستان سره خپلې مرستې جاري ساتي ، له بلې خوا د امريکې د متحده ايالتونو په حکومت کې د افغانستان د بيارغونې د څار ډلې اعلان وکړ چې دغه ډله به وروسته لدې څخه په افغانستان کې د ا مريکې د مالي مرستو د لګښت د څرنګوالي کلکه څارنه کوي.
د ننه په افغانستان کې هم په همدې چورليز د سياسي او اقتصادي کړيو تر منځ داسې انديښنې راولاړې شوي چې په افغانستان کې به نړيوالې مرستې لکه د تيرو اتو کلونو په څير پرته له کومې څارنې څخه ولګول شي او يا د نويو مرستو د لګولو لپاره يو نوی ميکانيزم او سيستم رامنځ ته کيږي.
د امريکې په دولت کې د افغانستان د بيارغونې د څار ډلې وييلې چې يواځې د امريکې دولت په تيرو اتوکلونو کې افغانستان سره د څلويښتو ميلياردو ډالرو مرسته کړيده چې نه يواځې د دغې مرستې بلکې د نړيوالې ټولنې د نورو هيوادونو د مرستودمصرف په هکله هم يو روڼ او واحد حساب ندی موجود.
اقتصادي کارپوهان په دې اند دي چې که چيرې افغانستان لپاره د نړيوالې ټولنې د راتلونکو مالي مرستو په اړوند يوه واحده حساب ورکوونکي اداره رامنځ ته نشي او د لګښتونو د څار سيستم پلی نشي يو ځل بيا به د تيرو اتو کلونو ترخې تجربې تکرارې شي.
افغان کارپوه اجمل سهيل په دې انددی چې : په خواشينۍ سره چې په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې د مالي مرستوپه برخه کې د يو ټاکلي ستراتيژي د نشتون له امله يوه مالي انارشي رامنځ ته شوې ده.
دا چې د افغانستان اوسني سياسي او اداري حالاتو ته په کتنې سره به د نړيوالې ټولنې راتلونکي مرستې په رڼې توګه په مصرف ورسيږي او که نه ؟ سهيل وايي چې: په دې برخه کې د يوې ستراتيژۍ د نشتون په صورت کې به نړيوالې مرستې حيف او ميل شي .
سهيل وايي چې د مرستو د پرځای لګيدو په برخه کې بايد نړيواله ټولنه جمع د افغانستان دولت کوټلي ګامونه پورته کړي او د هغوکسانو مخه ونيسي چې د دغه بهير په وړاندې خنډ دي .
ځينې افغان کارپوهان په دې اند دي چې که چيرې د افغانستان راتلونکی دولت وکولای شي چې يوه پاکه ، سالمه او حساب ورکوونکي اداره رامنځ ته کړي چې د نړيوالې ټولنې سره په همغږۍ کې د نړيوالو مالي مرستو څارنه وکړي افغانانو ته به دا فرصت ورپه برخه شي چې د نړيوالې ټولنې د مالي مرستو د پرځای لګيدو په هکله ډاډ پيدا کړي خو ګڼ شمير افغانان راتلونکي ته هم د شک په سترګه ګوري.
انور بری پال
کتونکی: يحيی وردک