افغانستان ته د آلمان د سوسيال دموکرات گوند د مشر سفر او د ده وړانديزونه
۱۳۸۶ فروردین ۱۵, چهارشنبهاعلان
کورت بېک وايي چې د افغانستان په مختلفو سيمو کې وضع ډېره پېچلې ده او له هغه څه توپير کوي چې خلک يې په آلمان او ټوله اروپا کې د افغانستان په باره کې فکر کوي. دی زياتوي چې هېواد له کلکو ننگونو سره مخامخ دی او دا چې ولس تر سختو شرايطو لاندې ژوند کوي. خو بيا هم ښاغلي بېک دا وړانديز کړی دی چې په افغانستان کې دې له مختلفو ډلو سره خبرې اترې وشي، تر څو د افغانستان په جنوب کې هم د کړکيچ د حلولو يوه لاره وموندل شي. مگر دی هغه ډلې چې »انسانان وژني د خبرو اترو دپاره وړ« نه بولي. بېک وړاندې وايي چې افغانان هم ټينگه اراده لري او همدارزا نړيوله ټولنه د ايساف د امنيتي ځواکونو د ماموريت له لوري تر څو په افغانستان کې وضع برقراره شي او دا چې کېدای شي د دغې ارادې څخه د يوې سياسي حللارې د موندلو دپاره گټه پورته شی. د آلمان د سوسيال دموکرات گوند مشر په عين وخت کې اقرار کوي چې د برتانويانو په ساحه کې دغه کوښښ لا پخوا شوی و چې له بېلابېلو ډلو سره خبرې اترې وشي، چې دغه هڅه په پايله کې ناکامه پاته شوې وه، خو بيا هم بايد سړی د ښاغلي بېک په وينا دغه مفکره هسې له پامه ونه غورځوي.