«افغانستان ته دې د مهاجرو اخراج و درول شي»
۱۳۹۸ شهریور ۱۹, سهشنبهپه آلمان کې د زرغون ګوند د بهرني سیاست ویاند امید نوري پور، د آلمان د رسنیو شبکې ته ویلي دي: «په خپله د آلمان د حکومت د تشخیص له مخې په افغانستان کې امنیتي وضعیت دومره متزلزله دی» چي په بشپړه توګه دې د آلمان د سفارت چارې پېل شي او اوس د فدرالي پولیسو روزنیز ماموریت هم ادامه نه مومي.
د نوموړي په خبره «که چیرې اوس په سملاسي ډول د اخراج لړۍ و نه درول شي، نو دا د منلو وړ نه ده.»
خو د مسیحي اتحاد د فراکسیون مرستیال مشر یوهان وادهپول، د رسنیو له شبکې سره په خبرو کې دغه غوښتنه رد کړې ده. هغه ویلي دي: «د پخوا په شان اوس هم له تعقیبه ازادې سیمي شته. موږ تر دقیقي اروزنې وروسته [کسان] اخراجوو.» د نوموړي په خبره د وضعیت بیا ارزونې ته اړتیا نه شته.
د آلمان فدرالي پولیسو په کابل کې د دوی پر هستوګن ځای باندې تر چاودنې وروسته په مؤقتي ډول په افغانستان کې د پولیسو د روزولو ماموریت ودراوه.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند د چهارشنبې په ورځ وویل چې په «ګرین ویلج» کې دغه هستوګنځای نور د اوسیدو جوګه نه دی. تر دې دمخه د آلمان «شپیګل» مجلې د دغه ماموریت د دریدو خبر ورکړی وو.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت د ویاند په خبره یوولس پولیس او د پروژې مشر اوس په کابل کې د آلمان په سفارت کې اوسیږي او د دغه پروژې د ۲۲ کسیزي ډلې نیمایي يې په مؤقتي ډول له افغانستان څخه وتلي دي. زیاته شوې ده چې د بیا کار کولو د وړتیا موضوع ارزول کیږي.
زموږ له آرشیف څخه: